ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د تورغر په نوم نوې ولسوالي رامنځته کېږي

ننګرهار کې د تورغر په نوم نوې ولسوالي رامنځته کېږي

author avatar
30 Jan 2023 - 15:38
ننګرهار کې د تورغر په نوم نوې ولسوالي رامنځته کېږي
author avatar
30 Jan 2023 - 15:38

جلال‌اباد (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايتي اداره وايي، د دغه ولايت په اداري تشکيلاتو کې د «تورغر» په نوم نوې ولسوالي رامنځته کېږي.

چارواکي وايي، د ولسوالۍ رامنځته کېدو منظوري له مرکزه اخیستل شوې او پاتې چارې به يې په نږدې راتلونکي کې ترسره شي.

د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتره نن (د سلواغې ۱۰مه) پژواک اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د تورغر ولسوالۍ د منظورۍ او جوړېدو په تړاو نن په اداري مجلس کې بحث شوی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د ننګرهار د والي ملا محمدنعيم اخوند په مشرۍ اداري مجلس کې اړوندو ادارو ته سپارښتنه وشوه چې د تورغر ولسوالۍ د جوړېدو کارونه نهايي او دغه ولسوالي رامنځته کړي.

خبرپاڼه ليکي، د يادې ولسوالۍ د رسمي کېدو چارې چې په مرکز کې پر مخ وړل شوې، پاتې مراحل یې له ولایت مقام سره شریک شوي چې په خپله برخه کې اجرات وکړي.

تورغر د ننګرهار د سره‌رود او خوږياڼو ولسواليو اړوند سيمې دي چې د کابل – جلال‌اباد لويې‌لارې يوه برخه هم پکې موقعيت لري.

تورغر د پخواني شوروي اتحاد او په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو پر وړاندې د جګړو لوی سنګر پاتې شوی دی.

Visits: 1441

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.