منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۴ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

ټولنه

۰ راپورونه

راپورونه

غړي

د تخار له کوکچې پورې غاړه ولسوالیو اوسېدونکي: له هر ډول مخابراتي خدماتو بې‌برخې یو

د تخار ولایت له کوکچې پورې غاړه ولسوالیو اړوند د ځینو لرو سیمو یو شمېر اوسېدونکي وايي، له تېرو شلو کلونو راهیسې له هر ډول مخابراتي خدماتو بې‌برخي دي او له سرپرست حکومته غواړي چې د دوی دغې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

د ملا محمدعمر مجاهد قبر ښکاره شو

اسلامي امارت وايي، د امارت د بنسټ ایښودونکي ملا محمد عمر مجاهد قبر د زابل په سيوري ولسوالۍ کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ښکاره او خلکو ته ور وښودل شو.

غړي

د تخار د چاه‌اب اوسېدونکي: د مواصلاتي لارې نشتوالي له امله ساعتونه په خټو او اوبو کې ایسار پاتې کېږو

د ژمي له رارسېدو او د سېلابونو راوتلو سره هم‌مهاله، د تخار د چاه‌اب ولسوالۍ اوسېدونکي د مواصلاتي لارې له نشتوالي شکايت کوي او وايي، هر کال په پسرلي او ژمي کې په ساعتونو په اوبو او خټو کې ایسار پاتې کېږي.

کندهار کې د عینو مینې د دوو شریکانو تر منځ د کلونو اوږده ستونزه حل شوه

د «افکو» ودانیز شرکت د دوو شریکانو محمود کرزي او عبدالحمید هلمندي تر منځ ستونزه - چې د کندهار د عینو مېنې پر سر کلونه مخکې رامنځ ته شوې وه - د عدلیې وزارت د سرپرست او د کندهار د ځينو سوداګرو په منځګړیتوب حل شوه.

غړي

په پنځو ولایتونو کې له زرګونو اړو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وشوه

د بشري مرستو په لړ کې نن په لوګر کې له ۹۲۰۰، په اروزګان کې له ۳۹۰۷، په تخار کې له ۹۰۰۰ او په میدان وردګو کې له ۸۵۵۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو او په نورستان کې له ۳۰۰ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.

غړي

نورستان کې له ۹۰۰ بې‌ځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ (UNHCR ) په نورستان کې له هغو ۹۰۰ کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وکړه چې په تېرو کلونو کې د جګړو له امله بېځایه شوې وې او له تېر یوه کال راهیسې بېرته خپلو مېنو ته راستنې شوې دي.

د ودونو لوړ لګښت ځوانان کډوالۍ ته اړ کړي

د تخار ولايت د رستاق ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې د ودونو له لوړ لګښته شکايت کوي او وايي، د ودونو د ډېر لګښت له امله نجونې تر پاخه عمره مجردې پاتې…

غړي

د بادغیس اوسېدونکي د مخابراتي خدمتونو له ټيټ کیفیت او د انټرنېټ له لوړې بیې شکایت کوي

د بادغيس يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې د مخابراتي شبکو پر خدماتو نيوکه کوي، وايي چې د خدماتو د ټيټ کيفيت ترڅنګ د انټرنېټي کڅوړو بيې یې هم ډېره لوړې دي، له حکومته غواړي چې د مخابراتي شرکتونو د خدماتو د لوړو بیو مخه ونیسي.