ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روان کال په کندوز کې د کبانو تولید کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی

روان کال په کندوز کې د کبانو تولید کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی

author avatar
5 Nov 2022 - 17:00
روان کال په کندوز کې د کبانو تولید کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی
author avatar
5 Nov 2022 - 17:00

کندوز (پژواک، ١۴ لړم ۱۴۰۱): د کندوز د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، سږ کال په دغه ولایت کې شاوخوا ۴۵۰ ټنه کبان تولید شوي چې د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

په همدې حال کې، د کندوز ولایت د کبانو فارم‌لرونکي وایي، له یوې خوا له بهرنیو هېوادونو څخه وارد شوو کبانو د دوی بازار زیانمن کړی او له بلې خوا، د کبانو د خوراکي توکو د بیو لوړېدو او د حکومت نه پاملرنې د دوی پر کاروبار منفي اغېزې کړې دي.

د کندوز د کرنې رياست د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر نجيب‌الله حسن پژواک ته وويل، په تېر یوه کال کې د کبانو فارمونه او د کبانو تولیدات ډېر شوي دي.

نوموړی د دغه کار لامل د کبانو له ساتنې سره د خلکو د لېوالتیا زیاتوالی بولي او وايي، هڅه کوي چې د همکارو موسسو او حکومت له لارې له فارم‌لرونکو څخه ډېر ملاتړ وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.