منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۴ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

نړیوال خبرونه

۲،۷۶۰ راپورونه

راپورونه

د برنټ تېلو بیه له ۹۳ ډالرو واوښته؛ د امریکا او ایران کړکېچ د تېلو پر بازار سیوری غوړولی

په منځني ختیځ کې د کړکېچونو په اړه د اندېښنو د ډېرېدو او د امریکا او ایران ترمنځ د بن‌بست د دوام له امله، د برنټ خامو تېلو د هر بېرل بیه له ۹۳ ډالرو واوښته؛ تهران وایي، د هرمز تنګی به تر هغه تړلی وساتي چې واشنګټن پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

اوچا: تېر کال ۳۵۰ او سږ کال ۸۲ د بشري مرستو کارکوونکي وژل شوي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې په ټوله نړۍ کې ۳۵۰ د بشري مرستو کارکوونکي وژل شوي چې تر اوسه ثبت شوې دویمه لوړه شمېره ده؛ دغه بنسټ زیاتوي چې د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې هم ۸۲ د بشري مرستو کارکوونکي وژل شوي دي.

روسیې د اوکراین له خوا د بریتانوي ډرونونو د کارولو په تړاو لندن ته خبرداری ورکړ

روسیې وروسته له هغو راپورونو چې اوکراین د روسیې په خاوره کې د لیرې واټن بریدونو لپاره بریتانوي ډرونونه کارولي، بریتانیا ته د «پایلو» خبرداری ورکړی؛ لندن بیا وایي، له اوکراین سره به خپل ملاتړ…

له هرمز تنګي د بېړیو تګ راتګ د پام وړ کم شوی

راپورونه ښيي چې پر څو تېل‌لېږدوونکو بېړیو له بریدونو وروسته له هرمز تنګي د بېړیو تګ راتګ ډېر کم شوی؛ بلخوا، په منځني ختیځ کې د روان کړکېچ د هواري لپاره د امریکا او ایران…

ګارډین: پر کی‌یف د روسیې او د روسیې پر پوځي تاسیساتو د اوکراین بریدونه

ګارډین راپور ورکړی چې روسیې نن سهار د اوکراین پر پلازمېنې کی‌یف توغندیز برید کړی چې له امله یې د دغه ښار په دوو سیمو کې اور لګېدلی او یو کس ټپي شوی دی؛ په ورته وخت کې اوکراین وایي، د روسیې یو پوځي هوايي ډګر او د توغندیو د تولید یو مرکز یې په نښه کړي دي.

د هرمز تنګي په اړه د ایران او عمان خبرې روانې دي؛ په لبنان کې ۱۱ کسان وژل شوي

الجزیرې راپور ورکړی چې ایران او عمان په هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ د لارو په اړه خپلو خبرو ته دوام ورکوي؛ په ورته وخت کې، د لبنان په سوېل کې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

نور راپورونه