د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي سره د غیرمستقیمو مذاکراتو په پنځم پړاو کې د ګډون لپاره د ایټالیا پلازمېنې، روم ته تللی دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیواېچاو) وايي چې د روان زېږدیز کال د اپرېل له لومړۍ تر ۳۰مې نېټې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۲۵۰ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي چې ۱۰۷ زره یې په جبري توګه ایستل شوي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي چې شدید اسهالاتو، د شري، او سینهبغل ناروغیو د درملنې د کېټونو په ګډون، ۱۵۴ ټنه ژوندژغورونکي طبي تجهیزات او درمل افغانستان ته رسېدلي دي.
چین د یوې درې اړخیزې ناستې له کوربهتوب وروسته ویلي چې افغانستان او پاکستان د خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو پراخولو ته لېوالتیا لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې د ایران او امریکا د غیرمستقیمو مذاکراتو پنځم پړاو سبا (جمعه) پیلېږي.
د راپورونو له مخې، د اسرائیل له لوري د درملو، خوراکي او نورو اړتیا وړ توکو پر وړاندې له درې میاشتني خنډ وروسته، د بشري مرستو لومړی کاروان غزې ته رسېدلی دی.
د راپورونو له مخې، د امریکا کالیفرنیا ایالت کې د «خلیج» سیمې زرګونه افغان اوسېدونکو د متحده ایالتونو کورني امنیت وزارت له لوري یو لیک ترلاسه کړی او په کې هغوی ته خبرداری ورکړل شوی چې له دغه هېواده د وتلو وخت را رسېدلی دی.
د پاکستان د پارلمان منشي اعلان کړی چې د تېر میلادي کال له نومبر میاشتې راهیسې څه باندې ۱،۳ میلیونه افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر اعلان کړی چې پر سوریه یې لګول شوي بندیزونه لغوه کړي دي؛ هغه پرېکړه چې د سوریې د خلکو له لوري یې هرکلی شوی دی.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولي وايي چې په افغانستان کې د سره صلیب او سرې میاشتې له نړۍوال فدراسیونه خپل ملاتړ دوه برابره زیاتوي.
د افغانستان لپاره د بېپولې ډاکټرانو د سازمان مشر د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره لیدنه کې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دغه سازمان افغانستان کې د روغتیايي خدماتو ښه کولو او پراخولو ته ژمن دی.
د حماس ډلې اعلان کړی چې یو امریکایي – اسرائیلي بندي ادان الکساندر یې غزه کې د اوربند هوکړې ته رسېدو لپاره د هڅو د دوام او دغې سیمې ته بشر دوستانه مرستو د انتقال زمینې برابرولو په موخه، خوشې کړی دی.