Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټرمپ پر سوریه لګول شوي بندیزونه لرې کړل

کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۴): د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر اعلان کړی چې پر سوریه یې لګول شوي بندیزونه لغوه کړي دي؛ هغه پرېکړه چې د سوریې د خلکو له لوري یې هرکلی شوی دی.

د سي‌ان‌ان راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون ناوخته (سه‌شنبه) سعودي عربستان کې د یوې وینا پر مهال ویلي چې دغه پرېکړه یې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سره له خبرو وروسته کړې ده.

نوموړي زیاته کړې: «هغوی (سوریه) په تېرو کلونو کې د جګړې او وژنو خپله برخه درلودلې ده. له همدې امله زما دولت په تېره شاوخوا یوه لسیزه کې د لومړي ځل لپاره د امریکا او سوریې ترمنځ د عادي اړیکو کولو په موخه لومړني ګامونه اخلي.»

هغه څرګنده کړې چې دغه اقدام سوریې ته د عظمت ترلاسه کولو یو فرصت ورکوي.

ټرمپ څرګنده کړې: «دغه بندیزونه بې‌رحمه او فلج‌کوونکي وو او سره له دې، هغه مهال د یوې مهمې دندې په توګه یې واقعا مهم عمل کاوه، خو اوس د هغوی د ځلېدو وخت دی. نو له همدې امله زه وایم، سوریې بریالۍ اوسې.»

د راپور له مخې، ټرمپ ویلي چې تمه کېږي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو د دې اونۍ په پای کې ترکیه کې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیبانی سره لیدنه وکړي.

ورته مهال، د سوریې د بهرنیو چارو وزیر د متحده ایالتونو له خوا د بندیزونو د لغوه کېدو له خبر څخه هرکلی کړی دی.

د راپورونو له مخې، د ټرمپ له‌ لوري د دې موضوع تر اعلان څو ساعته وروسته یو شمېر سوري وګړي په بېلابېلو ښارونو کې سړکونو ته راوتلي او د شعارونو په ورکولو او اورلوبو له لارې یې خوشحالي کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.