د راپورونو له مخې، برېټانیې، فرانسې او المان د ایران پر وړاندې د نړۍوالو بندیزونو د بېرته نافذېدو په موخه د «ماشې میکانېزم» فعالولو پروسه پیل کړې؛ بلخوا، تهران دغه اقدام غندلی او هغه یې «غیرقانوني» بللی دی.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالیو (کافا) په لومړۍ لوبه کې نن (جمعه) د ایران فوټبال ملي لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د درې اړخیزو ۲۰اوریزو سیالیو په لړ کې نن شپه خپله لومړنۍ لوبه د پاکستان له کرکټ ملي لوبډلې سره ترسره کوي.
د ملي دفاع وزارت پر ننګرهار او خوست ولایتونو د پاکستان د بېپیلوټه الوتکو د برید په غبرګون کې ویلی چې «دغه ډول بېمسوولیته کړنې به خپل عواقب ولري.»
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د «اکبر» موسسې له رییس سره په لیدنه کې ویلي، د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه شوي او نړۍوال مرستندوی بنسټونه هم باید د هېواد په بیارغونه کې همکاري وکړي.
د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وايي چې محتسبینو یې په بلخ او فاریاب ولایتونو کې د اسلامي شریعت خلاف کړنو (کوډګرۍ) په تور درې کسان نیولي دي.
پوهنې وزارت د سمیعالله په نوم هغه استعداد لرونکی افغان ماشوم چې په ریاضي کې یې د خپلې خارقالعاده وړتیا له امله د «حساب ماشین» لقب خپل کړی، وستایه.
د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) وايي، په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د مرستو د دوام په موخه په راتلونکو شپږو میاشتو کې ۵۳۹ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري.
د اوبو او انرژۍ وزارت او د عزیزي ګروپ د «انرژۍ پانګونې شرکت» ترمنځ د لس میلیارد ډالرو په پانګونې د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید هوکړهلیک لاسلیک شو.
د راپورونو له مخې، د لیبیا په لوېدیځ کې د کډوالو د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۵۰ نور لادرکه دي.
کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاقډار د سوداګریزو او اقتصادي
کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۴): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې اسلاماباد ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي