Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د فلسطین روغتیا وزارت: غزه کې ۲۹ کسانو د لوږې له امله ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۴): د فلسطین د روغتیا وزارت وايي چې د غزې په یوه بمبارشوې سیمه کې د لوږې له امله د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

الجزیرې د فلسطین د روغتیا وزیر ماجد ابو رمضان په حواله راپور ورکړی چې په دې وروستیو ورځو کې په غزه کې د لوږې له امله لږ تر لږه ۲۹ ماشومان او د ډېر عمر لرونکو کسانو ژوند له لاسه ورکړی.

هغه خبرداری ورکړ چې بمبارشوې سیمې ته د محدودو مرستو له رسېدو سره بیا هم زرګونه نور کسان د لوږې له خطر سره مخ دي.‎

هغه نه ده څرګند کړې چې دغه شمېر کسان څه وخت مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اسرائیلو د غزې تړانګه د ۱۱ اونیو لپاره محاصره کړې وه او د هر ډول مرستو د ورتګ مخ یې نیولې وه چې دې چارې غبرګونونه راوپارلي وو.

د راپورونو له مخې، د اسرائیل له خوا له درې میاشتنۍ محاصرې وروسته، درې ورځې مخکې د بشري مرستو موټرو ته غزې ته د ننوتلو اجازه ورکړل شوه.

خو د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي چې غزې ته روانې مرستې د جګړې ځپلې سیمې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره «بسنه نه کوي».

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.