Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چین: افغانستان او پاکستان د خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو پراخولو ته لېوالتیا لري

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): چین د یوې درې اړخیزې ناستې له کوربه‌توب وروسته ویلي چې افغانستان او پاکستان د خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو پراخولو ته لېوالتیا لري.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار سره له خبرو وروسته ویلي چې دغو ګاونډیو هوکړه کړې چې ډېر ژر به یو بل ته سفیران واستوي.

نوموړي ویلي چې دغو دواړو هېوادونو د ډیپلوماتیکو اړیکو پراخولو ته لېوالتیا ښودلې ده.

هغه ویلي: «چین له دې چارې هرکلی کوي او لېواله دی چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه کېدو لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.»

د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ درې اړخیزه ناسته تېره ورځ په بیجینګ کې ترسره شوه.

د یادونې ده چې تېره ورځ مولوي امیرخان متقي له خپل چیني سیال سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا او سوداګرۍ ډېرېدو په اړه خبرې کړې وې.

د چین د بهرنیو چارو وزیر له افغانستانه د سیاسي او اقتصادي ملاتړ لپاره ژمنه وکړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.