Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د بلخ ولایت نهرشاهي ولسوالۍ غالۍ اوبدونکو ښارګوټي کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د غالۍ اوبدلو او پروسس یو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د بلخ ولایت د چهارکنت ولسوالۍ د ترهلی سيمې اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکايت لري او له حکومته د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.
د بلخ کروندګر او بڼوال هېواد ته د واردېدونکو کرنیزو درملو له ټیټ کیفیته شکایت کوي او وايي، د دغو درمل کارول کښتونو او باغونو ته د ګټې پر ځای زیان اړوي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وایي، روان کال د هېواد په کچه له بزګرانو ۳۸ زره ټنه غنم پېري او د بېړنیو اړتیاوو په موخه یې زېرمه کوي.
د بلخ د مرکز مزارشریف ښاریان شکایت کوي چې د لاسيپلورونکو له خوا د توکو د پلور په موخه د لوډسپېکرونو کارول په ښار کې غږيزه ککړتیا رامنځته کړې او له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د بلخ د مرکز مزارشریف ښاروالي وایي چې د دغه ښار په ۱۲ ناحیو کې د څه باندې ۸ میلیون افغانیو په لګښت د ۲۴ پلګوټو جوړولو چارې پیل شوې.
د بلخ روغتیایي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې له تېر زېږدیز کال راهیسې ۴۰۲۵ کسان د نري رنځ پر ناروغۍ اخته شوي او له امله یې ۱۷ کسان مړه شوي هم دي.
په شمال کې د پنبې د پروسسکوونکو او صادروونکو اتحادیه وایي چې په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې د بلخ له ولایته لس زره او له ټول افغانستانه ۲۰۰ زره ټنه پنبه نورو هېوادونو ته صادر شوې ده.
بلخ کې حکومتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ په افغانیه ښارګوټي کې یې څه باندې ۱۲ زره جریب دولتي ځمکه له غصبه راګرځولې ده.
د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د الاقصی جومات په بڼه، د الفتح په نوم جومات جوړ شو.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې «د هیلې کړکۍ» په نوم د نندارتونونو لپاره د ۶۵ غرفو لرونکی دایمي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د بلخ کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات تر شاوخوا ۳۴ زره ټنه پورې اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله دوه برابره ډېروالی ښيي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن