Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د المپیک ملي کمېټې رییس د کورش نړۍوال فدراسیون له یوه پلاوي سره په لیدنه کې له نړۍوالو ورزشي بنسټونو او ادارو غوښتي چې د تېر په څېر دې د افغانستان ورزش ته پاملرنه او له افغان ورزشکارانو دې ملاتړ وکړي.
خوست او پروان کې د اووه میلیون او ۷۲۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو چارې بشپړې او پکتیکا کې د څه باندې پنځه میلیون او ۶۵۷ زره افغانیو په لګښت د درېیو چکډيمونو جوړولو کار پیل شو.
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې د زابل په مرکز کلات کې د توري بند جوړولو پروژې چارې د ۱۲۷ میلیون افغانیو په لګښت بشپړې شوې.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي چې د روان زېږدیز کال په اوږدو کې لسګونو کورنیو او بهرنیو کمپنیو په بېلابېلو سکټورونو کې شاوخوا پنځه میلیارده او ۳۴۸ میلیون ډالرو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې د ۱۸.۵ میلیون افغانیو په لګښت د سړک او کوڅو جوړولو د درېیو پروژو چارې بشپړې شوې.
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې په کاپيسا کې د څه باندې ۱۵۱ زره امریکايي ډالرو په لګښت د څلورو رغنیزو پروژو کار پیل شو.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې له نهو ملي او نړۍوالو موسسو سره یې د نږدې اووه میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د همکاریو هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په زابل کې د څه باندې ۵۸ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو استنادي دېوالونو د جوړېدو خبر ورکوي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په هرات، هلمند، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د شاوخوا ۵۴۹ میلیون افغانیو په لګښت د شپږو کرنیزو نمایشي او ترویجي کمپلېکسونو د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولین په زندانونو کې شکنجه او ځورونه ردوي او وايي، مخکې زندانونه د شکنجو او ځورونو ځایونه وو خو اوس د زدهکړو او اصلاح پر ځایونو بدل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکی دفتر (اوچا) وایي چې هالنډ د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې ده.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت تېر یوه کال کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د کوچني مقیاس د ۸۰ او د لوی مقیاس د ۱۳ کانونو تړونونه لاسلیک او څه باندې لس میلیارده افغانۍ عواید یې را ټول کړي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن