Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د تېر لمریز کال د کب په میاشت کې د څه باندې ۷۸۹ میلیون ډالرو په ارزښت واردات او د څه باندې ۱۴۱ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.
د راپورنو له مخې، پاکستان کې د تېرو څو ورځو ورښتونو له امله ۴۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې تېر لمریز کال کې د ۲۷ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت څه باندې ۲۵۰۰ ټنه جلغوزي بهر ته صادر شوي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو راوتو له امله ۳۳ کسان مړه، ۲۷ نور ټپیان او څه باندې ۶۰۰ کورونه په نیمه او بشپړ ډول وېجاړ شوي دي.
د اسټرالیا پولیس وايي چې د دغه هېواد په سیډني ښار کې پنځه کسان د چاقو په وسیله برید کې وژل شوي دي.
د امریکا ولسمشر وايي چې کېدای شي د ایران پوځ ډېر ژر پر اسرائیل برید وکړي، خو زیاتوي چې ایران به په دغه برید کې بریالی نه شي.
راپورونه وايي چې ناپېژاندو وسلهوالو د بلوچستان په سوېللوېديځ کې نهه کسان له يوه بس موټر څخه له تښتولو وروسته پر ډزو وژلي دي.
د ټولګټو وزارت وایي، د پروان – بامیان عمومي لار چې د دغه ولایت غوربند درې بېلابېلو سیمو کې، د بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله تړل شوې وه، بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.
د میدانوردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د چک ولسوالۍ ورزشي کمېټې په لارښونه او همغږۍ د يادې ولسوالۍ په خوات سيمه کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د غشي ويشتلو اختریز جام سيالۍ پيل شوې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د حماس ډلې له سیاسي مشر اسماعیل هنیه سره په ټلیفوني خبرو کې خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د دغو سرښندنو په پایله کې به د افغانستان په څېر فلسطین هم ازاد شي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست په خپل اختریز پیغام کې امنیتي ځواکونو ته په خطاب کې ویلي، له کبر او غرور ځانونه وساتئ، تواضع غوره کړئ او خپلو کړنو او چلند ته متوجه اوسئ.
د افغانستان سترې محکمه وایي، د شوال میاشت ونه لیدل شوه، سه شنبه د روژې ۳۰مه او چهارشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن