Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خالص: په کاپ ۳۰ کنفرانس کې دې افغان پلاوي ته د ګډون زمینه برابره شي

کابل (پژواک، ۱۰ غویي ۱۴۰۴): د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست وايي، په نړۍوالو غونډو، په ځانګړي ډول «کاپ ۳۰» کنفرانس کې باید افغان پلاوي ته د ګډون زمینه برابره شي، څو افغانستان وکولای شي د خپل حق غوښتنه وکړي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ادارې سرپرست مولوي مطیع‌الحق خالص دغه څرګندونې کابل کې د قزاقستان له شارژدافیر گازیز اکباسوف سره په لیدنه کې کړې دي.

خالص ویلي، افغانستان او قزاقستان ډېر ګډ مشترکات لري چې اړینه ده یو د بل ملاتړ وکړي.

هغه د قزاقستان له شارژدافیر غوښتي چې د اقلیمي بدلون سره د سازښت، د اوبو او طبیعي منابعو د مدیریت، د افغانستان د ځنډول شوو چاپېریالي پروژو د بیا پیل، د چاپېریال ساتنې ادارې د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې  او د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډې همکارۍ دوه اړخیزه تفاهم‌لیکونو لاسلیکولو په برخه کې دې همکاري وکړي.

ده وویل: «د قزاقستان هېواد په دې برخه کې کافي او مثبتې تجربې لري چې کولی شو له اقلیمي بدلون سره د سازښت په برخه کې ترې استفاده وشي.»

هغه زیاته کړې، د اقلیمي بدلون له امله د سیمه‌ییزو هېوادونو په ګډون، افغانستان ډېر زیات اغېزمن شوی، په داسې حال کې چې افغانستان د ګلخانه‌یي ګازونو په خپرېدو کې ونډه نه‌لري خو د اقلیم بدلون له ناوړه اغېزو ډېر زیات اغېزمن شوی.

د یادې ادارې سرپرست څرګنده کړه، په نړۍوالو غونډو، په ځانکړي ډول کاپ ۳۰ کنفرانس کې – چې برازیل کې جوړېږي – باید افغان پلاوي ته د ګډون زمینه برابره شي، څو افغانستان وکولای شي د خپل حق غوښتنه وکړي.

خو سرچینې د یاد کنفرانس د جوړېدو کره وخت په اړه څه نه دي ویلي.

د خبرپاڼې په حواله، د قزاقستان شارژدافیر په دغه لیدنه کې ویلي: «زموږ د ماموریت موخه همدا ده چې له افغانستان سره به د بشردوستانه او زیربنایي پروژو برخه کې همکاري کوو، موږ به هڅې وکړو چې په نړۍوالو غونډو کې د افغانانو غږ پورته کړو؛ ځکه اقلیمي بدلون او چاپېریالي ستونزې د سیمې ګډې ستونزې دي او موږ ټول به ورسره په ګډه مبارزه کوو.»

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دغې لیدنې پای کې پر ګډه همکارۍ ټینګار وشو او هوکړه وشوه چې له اقلیمي بدلون سره د سازښت او چاپېریالي موضوعاتو برخه کې به دواړه هېوادونه خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.