د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایې، د دغه ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د شاوخوا ۱۳ میلیون افغانیو په ارزښت د درېیو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
د غزني د مرکز او یو شمېر ولسوالیو له روغتیايي مرکزونو سره د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د روغتیايي تجهیزاتو او یو شمېر وسایطو مرسته وشوه.
د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې د دغه ولایت د درېیو ولسوالیو د شپږو ټیمونو ترمنځ د نیزهوهنې سیالۍ د حاجي محمدظاهر لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
غزني کې د یو شمېر دیني عالمانو له لوري د ۲۴ ځوانانو د واده ګډ مراسم ترسره شول چې سلګونو نارینه او ښځینه خپلوانو یې پهکې ګډون کړی و.
د غزني مرکز کې د کډوالو د «البیروني ښارګوټي» اوسېدونکي شکایت کوي چې خپلو ځمکو کې د ودانیزو چارو او د کورونو جوړولو اجازه نه ورکول کېږي چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د غزني سیمهییز مسولین وایي، تېره ورځ مقر ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب د دوو کورنيو ترمنځ څلور کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د غزني په واغظ ولسوالۍ کې د درېیو ولسوالیو د یوولسو لوبډلو ترمنځ د نیزهوهنې سیالۍ د حاجي احمدشاه لوبډلې به بریا سره پای ته ورسېدې.
غزني کې سیمهییز مسوولین وایي چې تېره شپه د دغه ولایت په دهیک ولسوالي کې د کوچیانو یوې کېږدۍ کې د اورلګېدنې له امله یوه کوچنۍ نجلۍ مړه شوې ده.
د غزني سیمهییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د شاوخوا پنځه لکه امریکايي ډالرو په ارزښت د ۵۰ سړو خونو او ممیز خونو جوړولو چارې پیل شوې دي.
غزني کې د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایې، د رزمي ورزشونو «هوشارافو» سبک دوه ورځنۍ سیالۍ چې د شپږو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د دغه ولایت په ورزشي جمنازیوم کې پيل شوې وې، پای ته ورسېدې.
غزني کې د برېښنا ریاست ته د نوې ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې
د غزني ښار درېیمه ناحیه کې نن د دوو سړکونو د جوړېدو چارې پيل شوې چې ۱۲۰۰ متره اوږدوالی لري او څه باندې ۱۶ میلیونه افغانۍ لګښت به ورباندې وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP