Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د درېیو ولسوالیو د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د نیزه‌وهنې سیالۍ ترسره شوې

غزني (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۴): د غزني په واغظ ولسوالۍ کې د درېیو ولسوالیو د یوولسو لوبډلو ترمنځ د نیزه‌وهنې سیالۍ د حاجي احمدشاه لوبډلې به بریا سره پای ته ورسېدې.

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امر حاجي بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، د واغظ ولسوالۍ سیدوالو ورزشي لوبغالي کې د ګېرو، اندړو او واغظ ولسوالیو د یوولس لوبډلو د ۴۴ لوبغاړو ترمنځ د نیزې‌وهلو سیالۍ ترسره شوې.

نوموړي وویل، د سیالیو په پای کې د اندړو ولسوالۍ د حاجي احمدشاه لوبډلې د ۴۸ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام، د ډاکټر عبدالمتین لوبډلې د ۴۴ امتیازونو په درلودو سره دویم مقام، او د ګېرو ولسوالۍ د امر سرحدي لوبډلې د ۳۳ امتیازونو په درلودلو سره درېیم مقام خپل کړ.

هغه زیاته کړه: «دغه سیالۍ د ورزشکارانو د تشویق او دوديزو لوبو د ودې او پراختیا په موخه جوړې شوې وې.»

ورته مهال، هغه لوبغاړي چې دې سیالیو کې یې برخه اخیستې وه، خوښي ښيي او زیاتوي چې دغه ډول سیالۍ دې لا ډېرې شي.

نیزه‌وهونکي محمد داوود وویل، دغه لوبه ورته له پلارونو په میراث ور پاتې ده او د لا پراخېدو غوښتنه یې کوي.

نوموړي وویل، ورزشي ادارې دې دوی ته معیاري لوبغالي جوړ کړي څو په‌کې په ډاډه زړه اسونه وځغلوي او هم دې له هېواده د باندې ورته د لوبو زمینه برابره کړي.

نیزه‌وهنه د افغانستان یوه دودیزو لوبو ده چې د غزني ترڅنګ د هېواد په ګڼ شمېر نورو ولایتونو کې ترسره کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.