غزنيښار (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۴): د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې د دغه ولایت د درېیو ولسوالیو د شپږو ټیمونو ترمنځ د نیزهوهنې سیالۍ د حاجي محمدظاهر لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د غزني د بدني روزنې او ورزش امر حاجي بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، د ګیرو ولسوالۍ په مټاخان ورزشي لوبغالي کې د ګيرو، اندړو او دهیک ولسوالیو د شپږو لوبډلو ۶۰ لوبغاړو ترمنځ د نیزېوهنې سیالۍ ترسره شوې.
هغه زیاته کړه، په دغو سیالیو کې د اندړو ولسوالۍ د حاجي ظاهر لوبډلې د ۷۶ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، د ګیرو ولسوالۍ د محمدعثمان لوبډلې د ۶۲ امتیازونو په درلودو سره دویم او د دهیک ولسوالۍ د نصرالدین لوبډلې د ۵۱ امتیازونو په درلودو سره درېیم مقامونه خپل کړل.
د نوموړي په خبره چې دغه سیالۍ د ورزشکارانو د هڅونې او د دودیزو لوبو د پرمختګ او پراختیا په موخه جوړې شوې وې.
د یادو سیالیو یو ګډونوال محمدظاهر وویل، د نیزېوهنې لوبه ورته له پلرونو په میراث پاتې ده او د لا ودې لپاره یې هڅې کوي.
هغه زیاته کړه، ورزشي ادارې دې دوی ته معیاري لوبغالي جوړ کړي څو پهکې په ډاډه زړه اسونه وځغلوي او هم دې له هېواده د باندې ورته د لوبو زمینه برابره کړي.
د یادونې ده، څلور ورځې مخکې هم د غزني په واغظ ولسوالۍ کې د نیزېوهنې سیالۍ ترسره شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP