Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په هرات کې ځينې ورېښمکارې ښځې دغه ولایت کې د ورېښمو چنجیو صنعت د تولید رکود ته اندېښمنې دي، زیاتوي چې په هېواد کې د ورېښمو د خرڅلاو بازار نشتوالی د ورېښمکارانو کار زیانمن کړی دی.
یو هراتی ځوان په یوه نوښت سره توانېدلی چې بې چلوونکي جنګي ټانک جوړ کړي.
د هرات حوزوي روغتون مسوولین وایي، په دغه ولایت کې پر رواني ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ډېر شوی او د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲ زره ۳۲۴ رواني ناروغانو دغه روغتیايي مرکز ته مراجعه کړې ده.
د هرات کتابپلورونکي په دغه ولایت کې د کتابپلورنې بازار رکود ته اندېښمن دي او وایي، نن سبا د خپل کسب او کار بدې ورځې تجربه کوي.
د هرات د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۸ کانونه شته چې اوسمهال یې د شپږو د استخراج چارې روانې دي.
د هرات د چاپېریالساتنې اداره په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو په اړه د اندېښني څرګندولو ترڅنګ وايي، د کلني اورښت کموالی او د ژورو څاګانو کیندلو له امله په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ټيټه شوې ده.
په هرات ولایت کې یو شمېر ښځو پر هغو ځورونو چې په لارو او کوڅو کې ورسره مخ دي، نیوکه کوي او دا د ځان پر وړاندې تر ټولو ناوړه ټولنیز چلند بولي.
په هرات کې د لومړي ځل لپاره، یوه کلتوري مرکز د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د ظرفیت لوړونې په موخه د کتاب لوستلو حلقې جوړې کړې دي.
د هرات ښار په «خدیجةالکبری ښځینه سوداګریز مرکز» کې ځينې هټۍوالې وایي، له څو میاشتني ځنډ وروسته یې کاروبار بېرته غوړېدلی دی.
هرات (پژواک، ۲٨ وږی ۱۴۰۱): په هرات ولایت کې د «پاورلېفټېنګ» برخې یو شمېر استادانو او روزونکو د بندیزونو پر لګولو اعتراض کړی او
په هرات کې یو شمېر زدهکوونکې وايي، زدهکړه او تعلیم د هر وګړي حق دی او اوس چې ښوونځي يې تړل شوي، د خپل ناڅرګند راتلونکي په اړه اندېښمنې دي.
هرات ښار (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۱): د هرات چارواکي وايي، د دغه ولایت په ګازرګاه جومات کې د چاودنې له امله د جومات د خطیب
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP