Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
حکومتي مسوولین وايي چې بلخ او لوګر ولایتونو کې یې ۱۳۰ ټنه تاریختېر او بېکیفیته خوراکي توکي او درمل سوځولي دي.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ۱۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۵ رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
د لوګر بدني روزنې او سپورټ ادارې مسوولین وایي چې د دغه ولایت په کوربهتوب د اتو ولایتونو او پاکستاني ورزشکارانو ترمنځ د ازادې مبارزې سیالۍ ترسره شوې.
په لوګر ولایت کې د ۵۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۲۲ ښوونځیو ودانیو بیارغولو چارې پيل شوې.
د لوګر بدني روزنې او سپورټ اداره وایي چې د دغه ولایت په کوربهتوب د پنځو ولایتونو په کچه د بوکسینګ یوه ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
د لوګر ولایت مربوطاتو کې د کابل – ګردېز پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او پنځه نور ټپیان دي.
د لوګر د بدنې روزنې او سپورټ امریت وایي، د بدني روزنې او سپورټ ریاست په همغږۍ د موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسیون پرانیستل شو.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو ښوونځيو بیارغونې چارې پيل شوې.
د لوګر پوهنې ریاست وایي، د ملګرو ملتونو ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري په محمداغې او ازرې ولسوالیو کې ۲۳۸ نوي سیمهییز ټولګي پرانيستل شول.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د لومړي ځل لپاره څه باندې ۷۰۰ ښوونکو او د زدهکوونکو ولیانو ته د ماشومانو حقونو په اړه روزنه ورکړل شوه.
د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رییس وایي چې سږ کال له دغه ولایته د ۳۵۰ میلیون افغانيو په ارزښت کرنیز محصولات، قیمتي ډبرې او نور توکي صادر شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی ښیي.
د لوګر د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست وايي چې شاوخوا ۲۰۴۱ معلولین او د شهیدانو ورثه کورنۍ خیالي تثبیت شوي او د حقوقو له لېسته یې ایستلي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن