Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د بلخ ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د څه باندې ۱۵۲ میلیون افغانیو په لګښت پنځو ښوونځیو او څلورو مدرسو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د مزارشریف ښاروالي وایي چې تر راتلونکو لسو ورځو به په دغه ښار کې ګڼ شمېر لاسي پلورونکي د زاړه محبس سیمې ته ولېږدوي خو لاسيپلورونکي بیا په اړه اندېښمن دي.
حکومتي مسوولین وايي چې بلخ او لوګر ولایتونو کې یې ۱۳۰ ټنه تاریختېر او بېکیفیته خوراکي توکي او درمل سوځولي دي.
د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې د ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک کانکرېټ کولو چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د ۴۳ میلیون افغانیو په لګښت د څه باندې یو کیلومتر سړک قیر کولو چارې پیل شوې.
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې په تېرو څه باندې درېیو میاشتو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۹ میله بېلابېل ډول وسلې او یوه اندازه مهمات کشف او ترلاسه شوي دي.
د بلخ د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، سږ کال په دغه ولایت کې پر ۵۰۰ هکټاره ځمکه لمرګلي کرل شوي چې د تېر کال پر پرتله دوه برابره ډېروالی ښیي.
د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، سږ کال په دغه ولایت کې پر درې زره هکټاره ځمکه شولې کرل شوې چې د تېر کال پر پرتله یې کرکیله لس سلنه ډېره شوې ده.
د افغانستان ستره محکمه وایي، په بلخ ولایت کې یوې ښځې ته ۳۵ دُرې تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
د بلخ عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، په تېر یوه کال کې د مزارشریف ابو عليسینا بلخي حوزوي روغتون کې څه باندې ۳۶ زره وړیا عملیاتونه ترسره شوي دي.
د بلخ امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت د بلخ او دولتاباد ولسوالیو ترمنځ پر عمومي لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او درې نور ټپیان دي.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د تېر کال له پیل راهیسې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د اورلګېدنې ۱۴۰ پېښې رامنځته شوې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن