Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د بلخ افغاني سرې میاشتې ریاست وایي چې په دغه ولایت کې ۱۳۰۰ ماشومان د زړه سوري پر ناروغۍ اخته دي او د درملنې لپاره یې یو میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
په بلخ ولایت کې یو شمېر نابینایان وایي چې د دې طبقې ډېری کسان د درملنې وړ دي او له حکومت او نړۍوالو بنسټونو غوښتنه کوي چې درملنې برخه کې مرسته ورسره وکړي.
د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ په شېراباد کلي کې د ۳۸۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه روغتیایي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې.
د مزارشریف ښاروالۍ مسوولین وایي چې د دغه ښار د ۱۲ ناحیو د سلګونو ښاریانو په ګډون د مزارشریف ښار پاکولو په موخه عمومي حشر ترسره شو.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې یو شمېر کارګرې ښځې او ماشومان د کار او مزد له کموالي شکایت کوي او له حکومته په دایمي توګه د کاري فرصتونو برابرولو غوښتنه کوي.
د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د سویابینو حاصلات شاوخوا ۱۰۰۰ ټنه اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله نږدې دوه برابره ډېروالی ښیي.
د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د کرنیزو محصولاتو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
بلخ کې یو شمېر ګروندګر وایي، د پنبې حاصلات یې طبیعي افتونو زیانمن کړي او له حکومته غواړي چې د دغو افتونو په له منځه وړو کې مرسته ورسره وکړي.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت مسوولین وايي چې د کارموندنې او بېکارۍ کمولو په موخه یې په بلخ ولایت کې ۱۶۰ کسانو ته د حرفوي زدهکړو زمينه برابره کړې ده.
د بلخ ولایت په مربوطاتو کې د کابل – مزارشریف پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د بلخ ولایت نهرشاهي ولسوالۍ کې د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د مزارشریف ابو عليسینا بلخي حوزوي روغتون مسوولین وایي چې په بلخ کې ۲۴۴ ماشومان د تلسیمیا پر ناروغۍ اخته دي، بلخوا دغه ناروغان له خلکو د وینې او له حکومته د درملنې برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن