مزارشریف (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۴): د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د کرکټ ۲۰ اووریزې سیالۍ پیل شوې چې پنځه لوبډلې په کې برخه لري او دوه اونۍ به دوام وکړي.
د بلخ ولایت د کرکټ ولایتي مسوول محمدالله ثابت نن د دغو سیالیو د پیل په مراسمو کې وویل، دغه تورنمنټ کې پنځه لوبډلې ګډون لري چې ۱۳ لوبې به ترسره کړي او په دوو اونیو کې به پای ته ورسېږي.
نوموړي زیاته کړه، دا سیالۍ ۲۰ اووریزې بڼه لري او هره ورځ به یوه لوبه د ماسپښین له خوا ترسره کېږي چې په دغو سیالیو کې به هره لوبډله څلور – څلور لوبې ترسره کوي.
ثابت د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه د غوره استعدادونو موندل، د لوبغاړو فزیکي چمتووالی او د راتلونکو انټرکلب سیالیو لپاره چمتووالی بولي.
د یادو سیالیو یوه لوبغاړي، محمدانور وویل، د دغو سیالیو له ترسره کېدو خوښ دی او له کرکټ بورډ غواړي چې ولایتي لوبغاړو ته ډېره پاملرنه وکړي.
احمدخالد چې د دغو سیالیو یو بل لوبغاړی دی، وايي، په بلخ کې د کرکټ لوبه د ودې په حال کې ده او ډېر پیاوړي لوبغاړي لري.
نوموړی د معیاري لوبغالي نشتون د دوی لپاره یوه لویه ننګونه بولي او له کرکټ بورډ غواړي چې په دې برخه کې یې ستونزې هوارې کړي.
د یادونې ده، دغه سیالۍ د داوود مزمل په نوم د یوه خصوصي شرکت په مالي ملاتړ ترسره کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP