Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د دایکنډي په مرکز نیلي ښار کې د دوامداره وچکالۍ، د ورښت کموالي او د معیاري کانالیزاسیون سیسټم نشتوالي له امله د ځمکې لاندې اوبه مخ په ککړېدو دي او دا ستونزه د دغه ولایت د اوسېدونکو او ځایي مسوولینو د اندېښنې لامل شوې ده.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې د شخصي خصومت له امله رامنځته شوې یوه شخړه کې دوه کسان وژل شوي دي.
دایکنډي کې سره له دې چې ډېرې کورنۍ بېوزلې دي، لا هم د وادونو، د مړو د خیرات او نور مراسم په لوړو لګښتونو ترسره کېږي؛ داسې لګښتونه چې د دغه ولایت د یو شمېر اوسېدونکو په وینا، نه یوازې پر خلکو اقتصادي فشار راوړي، بلکې د ټولنې د پرمختګ او هوساینې مخه یې هم نیولې ده.
د دایکنډي یو اوسېدونکی چې په دغه ولایت کې یې د لبنیاتو پروسس یوازېنۍ کارخونه جوړه کړې، له حکومت او همکارو موسسو غواړي چې له کوچنیو ځايي پانګونو ملاتړ وکړي، څو د کورنيو تولیداتو د ودې او په دایکنډي کې د کاري فرصتونو پیدا کېدو زمینه برابره شي.
دایکنډي کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د شهرستان ولسوالۍ په فیضاباد سیمه کې د کرنیزو اوبو د نوبت پر سر د درېیو وروڼو ترمنځ شخړه کې یو کس وژل شوی او لږ تر لږه درې نور ټپیان شوي دي.
د دایکنډي له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ریاست ویلي چې د تاجکستان د ډبرو سکرو یوه کان کې د ګاز چاودنې د دغه ولایت اته اوسېدونکي چې هلته یې کار کاوه، وژلي دي.
اقلیمي بدلونونو دایکنډي کې د خلکو پر کروندو ناوړه اغېز کړی؛ ځمکې وچې شوې او بزګران د ورښتونو په تمه دي، په داسې حال کې چې هره ورځ د خپلو حاصلاتو له راټولولو ناهیلي کېږي.
د دایکنډي د عامې روغتیا ریاست مسوولینو له نريرنځ سره د مبارزې نړیوالې ورځې په نمانځغونډه او عامه پوهاوي پروګرام کې وویل چې تېر زېږدیز کال ۷۸۰ تنه پر دې ناروغۍ اخته شوي.
د دایکنډي د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت د شهرستان ولسوالۍ د مملوق سیمې خلکو په خپل شخصي لګښت «مملوق» لېسې ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل کړې.
د دایکنډي اوسېدونکي د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې د څښاک اوبو ته پر نه لاسرسي ادېښنه څرګندوي او وايي، دغې ستونزې یې ژوند له ستونزو سره مخ کړی او یو شمېر کورنۍ د اوبو نشتوالي له امله ان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.
سیمهییز مسوولین وايي چې په بامیان او دایکنډي کې د درنې وراورې ورېدو او سخت توپان له امله د دغو ولایتونو ځینې مواصلاتي لارې تړل شوې دي.
دایکنډي کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په اشترلي ولسوالۍ کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP