د افغانستان د ټولګټو وزارت سرپرست کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره په لیدنه کې پر دوامداره اقتصادي او سوداګریزو اړیکو سربېره د زېربنایي پروژو برخه کې پر دوه اړخیزه همکاریو ټینګار کړی.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولي وايي چې په افغانستان کې د سره صلیب او سرې میاشتې له نړۍوال فدراسیونه خپل ملاتړ دوه برابره زیاتوي.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست په کابل کې د اذربایجان له سفیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورټي اړیکو د پراختیا او ترانزیټي اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې کړې.
د افغانستان لپاره د بېپولې ډاکټرانو د سازمان مشر د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره لیدنه کې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دغه سازمان افغانستان کې د روغتیايي خدماتو ښه کولو او پراخولو ته ژمن دی.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د سوداګرۍ د ودې او پراختیا په موخه د سوداګرۍ ګډه خونه پرانیستل شوه.
د برېتانیا یو شمېر مخکنیو سرتېرو په افغانستان او عراق کې پر جنګي جنایتونو اعتراف کړی او ویلي یې دي، ځانګړو برېتانوي ځواکونو ملکي وګړي «د شپې په خوب کې» وژل او ان هغه ماشومان چې لا د جګړې عمر ته نه وو رسېدلي، اعدامول یې.
د قطر پلازمېنه دوحه کې د اسلامي امارت سفیر د افغانستان لپاره د فرانسې له شارژدافیر سره په لیدنه کې له هغه غوښتي چې یاد هېواد دې کابل کې خپله سیاسي استازولي فعاله کړي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د چین او پاکستان له ځانګړو استازو سره په لیدنه کې ویلي چې د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا او سیمهییز تفاهم د متقابل درناوي او تعامل له لارې ترلاسه کېدای شي.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وایي، له دینې اړخه د ځینو ملاحظاتو له امله په هېواد کې «شطرنج لوبه» ځنډول شوې ده.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړيکو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست د اېمسيسي چیني شرکت له استازو سره د مخابراتي خدمتونو، ټکنالوجۍ او دغه راز د مصنوعي ځیرکتیا برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د هرات والي ترکمنستان ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له یو شمېر چارواکو سره لیدنه کې د اړیکو پر پیاوړتیا، د ټاپي پروژې چارو پر چټکتیا، د انرژۍ، ترانزیټ او صادراتو برخو کې یې د دواړو هېوادونو له ظرفیتونو پر ګټې اخیستو ټینګار کړی دی.