په کابل کې د ایران سفیر د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې له ایراني شرکتونو د افغانستان د کانونو سکټور کې د ګډ کار او پانګونې غوښتنه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په نړۍوالو چارو کې د قطر د دولت له وزیرې سره د بشري مرستو پر لا ښه مدیریت او د دغه هېواد د لوړو زدهکړو له وزیرې سره پر علمي او کلتوري همکاریو خبرې کړې دي.