Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې یوې ماشومې په اوبو کې د لوېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غور د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست په دغه ولایت کې د اوبو رسولو د دوو شبکو جوړولو د چارو له پیله خبر ورکوي او وايي چې په بشپړېدو سره به یې ۶۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
د میدانوردګو ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې د ۳۹ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یو شمېر پروژو چارې پيل شوې.
د دایکنډي په مرکز نیلي ښار کې د دوامداره وچکالۍ، د ورښت کموالي او د معیاري کانالیزاسیون سیسټم نشتوالي له امله د ځمکې لاندې اوبه مخ په ککړېدو دي او دا ستونزه د دغه ولایت د اوسېدونکو او ځایي مسوولینو د اندېښنې لامل شوې ده.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا په خوست کې د ۵۵ ميليون افغانیو په لګښت شپږ بېلابېلې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د اتهنیم ميليون افغانيو په لګښت د اوبو رسولو يوه شبکه جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
بلخ کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت له لوري د څه باندې ۲۵۸ میلیون افغانیو په لګښت د تختهپل د اوبو رسولو شبکې چارې بشپړې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
جوزجان کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ۴۵۰ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې په بشپړېدو سره ۷۵۰۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
د ورښتونو له کمېدو او په هرات کې د ځمکې د سر اوبو کچې له ټیټېدو سره هممهاله، په دغه ولایت کې بزګران د خپلو کروندو خړوبولو لپاره د لمریزې برېښنا په وسیله د ځمکې لاندې له اوبو استفادې ته مخ کړې ده؛ هغه چاره چې په راتلونکي کې د اوبو د کمښت ناورین رامنځته کېدو په اړه یې اندېښنې پیدا کړې دي.
غور کې ځايي مسوولین وايي چې دغه ولایت کې د اوبو رسونې د یوې شبکې کار پیل شوی او ګټې اخیستنې ته په سپارلو سره به یې اووه سوه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
د سمنګان یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د څښاک او کرنې لپاره د اوبو د کمښت په اړه اندېښنه څرګندوي او په دې برخه کې د حکومت د جدي اقدام غوښتنه کوي خو مسوولین وايي چې دې ستونزو ته به رسېدنه وکړي.
سرپل کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند په بهسودو سیمه کې د ۱۸۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو د یوه کانال جوړولو چارې پیل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP