جوزجان کي یوې ميرمنې د خیاطي کارګاه جوړولو له لارې لسګونه ښځو ته د کار زمینه برابره کړې
جوزجان کې یوې مېرمنې چې د خیاطي کارګاه جوړولو له لارې یې لسګونه ښځو ته د کار زمینه برابر کړې، له کورنیو وغوښتل چې د خپلو لوڼو د وړتیاوو پر وړاندې خنډ ونه ګرځي.
جوزجان کې یوې مېرمنې چې د خیاطي کارګاه جوړولو له لارې یې لسګونه ښځو ته د کار زمینه برابر کړې، له کورنیو وغوښتل چې د خپلو لوڼو د وړتیاوو پر وړاندې خنډ ونه ګرځي.
د جوزجان خواجهدوکوه ولسوالۍ د څو کلیو اوسېدونکي په داسې حال کې خپلو ماشوم ته د ښوونځي له نشتوالي شکایت کوي چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست د دې ستونزې د هوارېدو ډاډ ورکوي.
د جوزجان د سیندیزې حوزې رییس د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست سره لیدنه کې د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د اوبو د بېدرېغه استفادې پر مخنیوي یې ټینګار کړی دی.
ځایي مسوولین وایي چې اروزګان او جوزجان ولایتونو کې په ترافیکي پېښو کې څلور کسان مړه شوي دي.
د جوزجان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې یوه سړي خپله ۲۰ کلنه مېرمن وژلې ده.
جوزجان کې د دوو کورنیو ترمنځ پنځه کلنه دښمني د قومي مشرانو او دیني علماوو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یوې مېرمنې چې د خیاطۍ او غالۍاوبدلو د یوې کارګاه له لارې ۷۰ ښځو او نجونو ته د کار زمینه برابره کړې وایي، که ملاتړ یې وشي، لسګونو نورو ښځو ته به هم د کار زمینه برابره کړي.
د جوزجان پولیس وایي د شبرغان – مزارشریف پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د جوزجان کرنې ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د څارویو خوراکي توکو نشتوالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو وايي، که له مالدارانو سره مرسته ونه شي، ښايي څه باندې یو میلیون څاروي یې له منځه لاړ شي.
یو جوزجاني ځوان په چین کې د لوړو زدهکړو له پای ته رسولو وروسته هېواد ته راستون شوی او د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په پانګونې سره یې یو سوداګریز شرکت جوړ کړی چې ۴۰ ځوانانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
جوزجان کې یوه امنیتي سرچینه وایي، د دغه ولایت په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې یوې ۱۸ کلنې نجلۍ ځانوژنه کړې ده.
جوزجان ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ دېرش کلنه دښمني چې په ترڅ کې یې د دواړو لورو ۵۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه، د قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د جوزجان امنیه قومانداني د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د نامعلومو وسلهوالو له خوا د یوه ۲۳ کلن ځوان د وژلو خبر ورکوي.
د جوزجان سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د تېلو په یوه پمپ کې اورلګېدنې له امله د مالي زیان اوښتو ترڅنګ یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي…
د جوزجان د عامې روغتیا ریاست په دغه ولایت کې پر رواني ناروغیو د اخته کسانو شمېر ډېرېدو خبر ورکوي او وایي، ډېری دغه ناروغان ځوانان دي.
د جوزجان د عامې روغتیا ریاست وایي، په دغه ولایت کې د کانګو ناروغۍ خپرېدو له امله د یوه ډاکټر په ګډون دوه کسان مړه شوي او پنځه روغتیایي کارکوونکي پرې اخته شوي دي، خو د اخته کسانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.
د شبرغان – مزارشریف پر لویهلار د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او دوه نور ټپيان شوي دي. د جوزجان د پولیسو ویاند قاري عبدالستار حلیمي پژواک اژانس ته وویل، د شبرغان…
د جوزجان د درزاب ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ په دغه ولسوالۍ کې د نامعلومو وسلهوالو له خوا د یوه کس د وژل کېدو خبر ورکړی او ویلي، د دغې قضیې په تړاو یې څلور کسان نیولي دي.
د جوزجان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د یوه موټر چپه کېدو پېښه کې پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د جوزجان ځيني کروندګر د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، د وچکالۍ له امله یې د للمي او ابي غنم کروندې د له منځه تلو له خطر سره مخ دي او حکومت باید دې برخه کې پاملرنه وکړي.
د جوزجان د پوهنې ریاست په دغه ولایت کې له سل زره ډېرو زدهکوونکو ته د درسي کیټونو او بیګونو د وېش خبر ورکوي. د جوزجان د پوهنې رییس مولوي محمدطاهر جواد پژواک خبري اژانس…
په جوزجان کې یو شمېر زدهکوونکي داسې مهال د درسي کتابونو له کمښته شکایت کوي چې پوهنې ریاست دغه ولایت ته د زرګونه ټوکه کتابونو له رسېدو خبر ورکوي او وايي، په وېشلو سره به یې دغه ستونزه حل شي.
د جوزجان امنیې قوماندانۍ په دغه ولایت کې د داعش ډلې د مهماتو یوې زېرمې د کشف او ضبط خبر ورکړی دی.
د جوزجان امنیه قومانداني وایي، ناپېژاندو وسلهوالو د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې یو ۵۰ کلن سړی په ډزو وژلی دی.