د غور د مواصلاتي لارو بندېدل؛ یوه ناروغه ماشومه کلینیک ته د لېږد پرمهال مړه شوې
د غور سیمهییز مسوولین وايي، یوه دوه کلنه ناروغه نجلۍ د دغه ولایت لعل او سرجنګل ولسوالۍ کلينيک ته د لېږد پرمهال د مواصلاتي لارو بندېدو له امله مړه شوې ده.
د غور سیمهییز مسوولین وايي، یوه دوه کلنه ناروغه نجلۍ د دغه ولایت لعل او سرجنګل ولسوالۍ کلينيک ته د لېږد پرمهال د مواصلاتي لارو بندېدو له امله مړه شوې ده.
د غور امنیه قوماندانۍ وايي، د دغه لایت په تیوره ولسوالۍ کې یوې ښځې د تومانچې په وسیله ځانوژنه کړې ده.
په ننګرهار او غور ولایتونو کې د ترافیکي پېښو امله یو کس مړ شوی او ۱۴ نور ټپیان دي.
په غور ولایت کې ځینې بېوزله او بېځایه شوې کورنۍ د موسسو او دولت له خوا ورسره د ژمنیو مرستو له نه کولو شکایت لري او وايي، له میاشتو راهیسې یې هیڅ ډول مرستې ترلاسه کړې نه دي.
د کابل – غور او غور – هرات لویېلارې او د غور د ۹ ولسوالیو مواصلاتي لارې له تېرې شپې راهیسې د واورې ورېدو او سخت توپان له امله د تګراتګ پرمخ تړل شوې دي.
د غور ولايت يو شمېر اوسېدونکي په مرکز او ولسواليو کې د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکايت کوي او وايي، له ډېرو کلونو راهيسې له دې ستونزې سره مخ دي او هېڅ حکومت هواري ته یې پاملرنه نه ده کړې.
په غور کې ځيني کروندګر وايي، په دغه ولایت کې د هنګ یا انجې کرلو سره لیوالتیا ډېره شوې او دوی د کوکنارو پر ځای د دغه بوټي کرلو ته مخه کړې ده.
د غور امنیه قومانداني وايي، په دغه ولایت کې یوې نجلۍ ځانوژنه کړې او یوې بلې د لوبې پرمهال په ناپامۍ سره ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غور ځیني اوسېدونکي د کابل- غور او غور – هرات مرکزي لویېلارې نه جوړولو له امله پر تېر حکومت نیوکه کوي او له سرپرست حکومته غواړي چې د دغې ستونزې هواري ته جدي پاملرنه وکړي.
په غور ولایت کې یو شمېر معلولینو د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې له سرپرست حکومت، ملي او نړۍوالو بنسټونو څخه د کار او د دوی د معاشونو ورکړې غوښتنه وکړه؛ حکومتي چارواکي د دغې ستونزې په تایید سره وايي، د بودجې نشتوالي له امله د دوی معاشونه نه دي ورکړل شوي.
په غور کې یو قومي مشر محمدعثمان ملکزاده وايي، په تېرو ۴۰ کلونو کې په دوو جهادي تنظیمونو کې د دوو قومونو غړیتوب د دوی ترمنځ د سختو اختلافاتو لامل شوی و چې له بدمرغۍ پرته یې بله پایله نه درلوده؛ اوس دوی ورته د پای ټکی اېښی او د سولې او ورورګلوۍ په فضا کې ژوند پیل کړ.
د غور اوسېدونکي په دغه ولایت کې روغتونو جراحي برخه کې د ښځینه ډاکټرانو له کمښته شکایت او دې برخې ته د حکومت د پاملرنې غوښتنه کوي.
د غور مرکز فېروزکوه ښار یو شمېر اوسېدونکي په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي او وايي چې د پېرلو توان یې نه لري.
د غور سیمهییز مسوولین د فیروزکوه ښار په شاوخوا سیمو کې د ۱۰ کیلومتره سړک او ۴۱ پلګوټو جوړولو د کار پیلېدو خبر ورکوي او وایي، له دغو پروژو څخه ۲۴ زره کورنۍ په مستقیم…
د غور ولایتي روغتون مسوولین وايي، د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې د ترافیکي پېښو له امله په دغه روغتون کې تر ۱۴۰۰ ډېر ټپیان ثبت شوي دي.
د غور ولایت یو شمېر مالداران د ژمي په رارسېدو او د څارویو د وښو له کموالي اندېښمن دي او د مرستې غوښتنه کوي، خو چارواکي وايي، هڅه کوي د همکارو موسسو په مرسته د دغه ولایت څاروي لرونکو ته واښه ووېشي.
د غور امنیتي مسوولین وايي، د هغه ځوان مړی موندل شوی چې څو ورځې مخکې د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه کې نادرکه شوی و.
د غور د عامې روغتیا ریاست د یاد ولایت په ولایتي روغتون کې د رواني ناروغیو درملنې لپاره د ځانګړې څانګې جوړېدو خبر ورکوي.
د غور سیمهییز مسوولین، په دغه ولایت کې د لسګونه کیلومترو سړکونو او اوبو کانالونو د ترمیم او پاکولو او د ۲۴۰۰ د اوبو وړو کانالونو له جوړېدو خبر ورکوي.
د غور د لعل و سرجنګل ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله شکایت لري او دې ستونزې ته د رسېدنې غوښتنه کوي؛ خو یو مسوول وايي چې د ستونزې د هواري په موخه ځیني پروګرامونه لري.
د غور ولایت سیمهییزې سرچینې د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري د یوه قومي مشر د وژل کېدو خبر ورکوي.
په غور کې یو شمېر روږدي کسان په داسې حال کې د درملنې غوښتنه کوي چې د دغه ولایت د روږدو د درملنې روغتون د بستر څانګه غېرفعاله ده؛ خو مسوولین د دغې څانګې د فعالولو لپاره د هڅو د پيل خبر ورکوي.
په غور ولایت کې یو شمېر ناروغان او ناروغ لرونکي په داسې حال کې په ولایتي روغتون کې د ښځينه ډاکټرانو له کمښته شکایت کوي چې مسوولین د دې ستونزې د منلو ترڅنګ وايي، هڅې روانې دي څو په دغه روغتون کې ډېرې ښځينه متخصصینې وګومارل شي.
د غوریانو په باور، پر ګرمو اوبو حمام پر کرونا ویروس د اخته کېدو مخه نیسي، خو ډاکټران یې ردوي او خلکو ته توصیه کوي چې روغتیايي لارښوونې په جدي توګه مراعات کړي. دغه راز،…