Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ایراني چارواکو ویلي چې د کبرا رضایي پر قتل تورن کس چې افغان کډوال دی او په دغه هېواد کې اوسېږي، نیول شوی او د څېړنو پر مهال یې پر خپل جرم اعتراف هم کړی دی.
د تخار امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې یو کس د قتل په تور نیول شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وایي، «د پکتيا ولايت امنیتي ځواکونو هغه قاتل نیولی چې یو تن هېوادوال یې په مرموز ډول وژلی و.»
د خوست امنیه قومانداني وايي، هغه کس یې نیولی چې نږدې اووه میاشتې مخکې یې د دغه ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د یوې مدرسې اته کلن زدهکوونکی د ډبرو په ګوزارونو وژلی و.
د سرپل امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې یې د قتل له دوو جلا پېښو سره په تړاو دوه کسان نیولي دي.
د تخار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په بنګي ولسوالۍ کې یو کس د یوې یوولس کلنې ماشومې د قتل په تور نیول شوی دی.
د کندوز امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په امامصاحب ولسوالۍ کې یې هغه کس نیولی چې دوې ورځې مخکې یې خپل څلور کلن زوی وژلی و.
د پروان امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې یې د غلا او قتل په تور درې کسان نیولي دي.
فاریاب کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د المار ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي او موټرپلورونکي جسد په قرمقول ولسوالۍ کې په یوه څاه کې موندل شوی او د قتل په تور یې دوه کسان چې وروڼه دي، نیول شوي.
د بغلان امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، تېر ماښام یې هغه تورن کس نیولی چې وړمه ورځ یې د رومل په نوم د یوه کس په وژلو کې لاس درلود.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې یو کس وژل شوی چې په تړاو یې د هغه مېرمن او یو بل کس نیول شوي دي.
د بادغیس امنیه قومانداني وايي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په مرکز قلعهنو ښار کې د قتل په تور یو کس نیولی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP