Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
هلمند کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په باباجي ولسوالۍ کې یوې۵۰ متره ژورې څاه ته لوېدلی دوه کلن ماشوم ژغورل شوی دی.
غور کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په پسابند ولسوالۍ کې پر یوه کور د تندر لوېدو پېښه کې یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو ننګرهار کې یو اته کلن ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.
بدخشان کې امنیتي مسوولین وايي، د یوه اووه کلن ماشوم مړی چې څه موده مخکې نادرکه شوی و، د دغه ولایت په ارګو ولسوالۍ کې موندل شوی دی.
د پاکستان کراچۍ کې د افغانستان جنرال قونسل وایي، د راحیلې په نوم یوه افغانه، د هغې ماشوم او خاوند چې له دوو کلونو راهیسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندیان وو، ازاد او بېرته هېواد ته ستانه شول.
که څه هم ډاکټران ماشوم ته تر دوه کلنۍ پورې د مور شیدې ورکول د مور او ماشوم دواړو روغتیا لپاره ګټور بولي خو ځیني میندې تر دې وخته خپل ماشوم ته شیدې نه ورکوي؛ ځکه فکر کوي چې دغه کار یې د بدن کمزوري کېدو، ژر زړېدو او د اندام خرابېدو لامل کېږي.
هرات کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو نهه کلن ماشوم وروسته له یوه کاله د انسانتښتوونکو له بنده راخوشی او کورنۍ ته یې وسپارل شو.
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار کې یو اووه کلن ماشوم د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورل شوی دی.
هرات کې امنیتي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال یو ماشوم د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورل شوی دی.
د لغمان امنیه قوماني وایي چې په دغه ولایت کې تښتول شوی یو ماشوم یې له تښتوونکو ژغورلی او د تښتولو په تړاو یې د یوې ښځې په ګډون ۱۱ کسان نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، په دایکنډي ولایت کې یې هغه لس کلن ماشوم ژغورلی چې له درېیو ورځو راهیسې د یوه کس په کورني بند کې و او په تړاو یې یو کس هم نیول شوی دی.
د هلمند سمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې یو ماشوم د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP