Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د امریکا کانګرېس اوکرایين ته د څه باندې ۶۰ ميلیارده ډالرو مرستو لايحه تصویب کړه، خو روسيه وایي چې دا مرستې به د اوکرايين د لا ډېرې تباهۍ لامل شي.
ملګري ملتونه وایي چې له افغانستان سره د بشري مرستو په موخه ۳،۰۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري، خو تر اوسه یې د دغو پیسو یوازې شپږ سلنه ترلاسه کړي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان بشري مرستو همغږئ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې روان میلادي کال ۷/۲۳ میلیون افغانان چې ۵۲ سلنه یې ښځې دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
د خوړو نړۍوال پروګرام له افغانستان سره د مرستو پر کمېدو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دې چارې په دغه هېواد کې وضعیت نور هم خراب کړی دی.
د نورستان د نورګرام ولسوالۍ په تتين دره کې د غره ښويېدنې له امله زیانمنې شوې کورنۍ د سرپناه او نورو برخو کې د بېړنيو مرستو غوښتنه کوي.
د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په راتلونکو شپږو میاشتو کې افغانستان کې د بشردوستانه فعالیتونو دوام لپاره ۷۶۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
ننګرهار کې له پاکستانه راستانه شوي يو شمېر کډوال وايي، روان ژمي کې د سرپناه نشتوالي، د اولادونو ناروغيو او بېکارۍ يې د ژوند شپې ورځې ور ترخې کړې او له حکومته غوښتنه کوي چې مرسته ورسره وکړي.
له پاکستانه فراه ته راستنې شوې یو شمېر کورنۍ وایي، د ژمي لپاره جامې او سونتوکي نه لري خو بلخوا مسوولین بیا د هغوی دې ستونزې ته د ژر رسېدنې خبره کوي.
د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې دغه ولایت کې بشري مرستې په غیرعادلانه ډول وېشل کېږي، خو مسوولین وايي چې تر اوسه یې په دې اړه کوم شکایت نه دی ثبت کړی او د سرغړوونې په صورت کې به له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي.
هلمند کې مېشت یو شمېر کوچیان د ژمي رارسېدو ته اندېښمن دي او وايي چې د وروستیو وچکالیو له امله يې خپله ډېره برخه مالداري له لاسه ورکړې او اوس د دې توان نه لري چې د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړي.
د خوړو نړۍوال پروګرام افغانستان کې راتولونکي ژمي کې د مرستو لپاره د ۴۰۰ میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده.
افغان او چیني چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو پر لا پیاوړتیا خبرې کړې او دغه راز چین له راستنېدونکو افغان کډوالو سره مرستو ته چمتووالی ښودلی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن