منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۶ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

پاکستان

۱،۱۶۰ راپورونه

راپورونه

افغانستان، پاکستان او امارات د کرکټ له اسیا جام مخکې شل‌اوریزې لوبې ترسره کوي

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ لوبډلو ترمنځ درې‌اړخیزو شل‌اوریزو سیالیو لوبلړۍ په اړه خبرې وروستۍ شوې او ټاکل شوې یادې لوبې له اسیا جام مخکې ترسره شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو پلاوی پاکستان ته ولاړ

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د دغه وزارت یو پلاوی پاکستان ته ولاړ او هلته به له پاکستاني چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټ، سوداګرۍ او  ترجیحي تعرفې اړوند موضوعاتو خبرې وکړي.

حقاني خپل پاکستاني سیال ته: هر مشکل د باور فضا په رامنځته کېدو سره د حل وړ دی

د کورنیو چارو وزارت سرپرست له خپل پاکستاني سیال سره په لیدنه کې، له افغان کډوالو او بندیانو سره د ښه چلند او اړینو اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هر مشکل د باور فضا په رامنځته کېدو سره د حل وړ دی.

د پاکستان یو لوړپوړی پلاوی نن د رېل‌پټلۍ د امکان‌سنجۍ هوکړه‌لیک لاسلیکولو په موخه کابل ته راځي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال نن د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د ټرانس – افغان پروژې(UAP)  د امکان‌سنجۍ مطالعاتو هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه کابل ته راځي.

پر تازه مېوو د پاکستان لوړې ګمرکي تعرفې؛ سوداګر: ا.ا دې د دغو تعرفو کمولو برخه کې اقدام وکړي

کندهار کې د انګورو ځيني سوداګر وایي، پاکستان د افغانستان پر تازه مېوو ګمرکي تعرفې لا هم د پخوا په څېر لوړې ساتلې چې له امله یې دوی له زیان سره مخ دي او غوښتنه کوي چې اسلامي امارت دې د دې ستونزې د حل لپاره ګام پورته کړي.

غزني ته راستنې شوې یو شمېر کورنۍ: زموږ ماشومانو ته دې د زده‌کړو زمینه برابره شي

غزني ته له پاکستانه راستنې شوې یو شمېر کورنۍ له حکومت او اړوندو موسسو غوښتنه کوي چې د دوی ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي؛ مسوولین وايي، هڅه کوي په دې برخه کې هغوی ته ټولې اسانتیاوې رامنځته شي.

د یوناما مرستیال: تېرو اوو میاشتو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې یو میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي

د ملګرو ملتونو استازو د کډوالو او راستنېدونو چارو وزارت له سرپرست سره له ایرانه د افغانانو د جبري ایستلو په اړه ناسته کې ویلي چې د روان مېلادي کال تېرو شاوخوا اوو میاشتو کې له ایران او پاکستانه څه باندې میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

د پاکستان او اوزبېکستان بهرنیو چارو وزیرانو د «یو‌اې‌پي» اوسپنې پټلۍ پروژې په اړه خبرې کړې

د پاکستاني د بهرنیو چارو وزیر له خپل ازبکستاني سیال سره د اوزبېکستان - افغانستان - پاکستان اوسپنې‌پتلۍ (یو‌اې‌پي) پروژې او د سیمه‌ییزې همکارۍ د پیاوړتیا په اړه ټيلېفوني خبرې کړې دي.

د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ ناسته ترسره شوه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له خپل چیني سیال سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او سوداګریز حجم پر زیاتوالي خبرې کړي او د چین د بهرنیو چارو وزیر ژمنه کړې چې له افغانستان سره به سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته دوام ورکړي.

نور راپورونه