Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د پنجشېر امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په دره ولسوالۍ کې د ګاز ډبې چاودنې له امله شپږ ځایي اوسېدونکي ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا د صوابۍ سیمې د پولیسو په یوه مرکز کې دننه چاودنه شوې چې له امله یې یو کس وژل شوی او ۲۵ نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند دارلامان سیمه کې چاودنه شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت وايي، تېره شپه د لوګر په محمداغه ولسوالۍ کې د دغه وزارت د ځانګړو ځواکونو تعليمي مرکز ته نږدې پخواني چاودېدونکي توکي چاودلي، خو مرګژوبله نه لري.
د راپورونو له مخې، د بغداد په سوېل کې د حشدالشعبي په یوه نظامي مرکز کې درنه چاودنه شوې او ځینو سرچینو ویلي چې چاودنه د یوه ناڅرګند هوایي برید له امله وه.
د کونړ امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت د چپې درې ولسوالۍ په ترنیک سیمه کې د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
د کابل امنیه قوماندانۍ وایي، د شپاړلسمې امنیتي حوزې اړوند، الوخیلو خان سېمه کې پر یوه مارسډیز موټر د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
يو شمېر افغان سياسيونو تېره شپه د کابل په دشتبرچي سیمه کې شوې چاودنه غیراسلامي او د بشر ضد عمل بللی او ځینو سرچینو ویلي چې د دغه برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.
د کابل ښار په شپږمه حوزه کې پر یوه کاسټر موټر د چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل شوي دي.
د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې له پخوا د یوې پاتې سرګلولې چاودنه کې درې خويندې وژل شوې دي.
د امریکا او کاناډا ترمنځ په سرحدي دروازه کې په یوه موټر کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او پوله تړل شو ېده.
د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د پخوانۍ سرګلولې د چاودنې له امله یو ۲۱ کلن ځوان وژل شوی او یو بل ۳۵ کلن کس ژوبل شوی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن