ژبه

کوېټه کې رېل‌پټلۍ ته څېرمه چاودنه؛ څلور کسان ټپیان شوي

توسط احمد صهیب حسرت

مې 24, 2026 - 11:49 am

Views: 28

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د بلوچستان په مرکز کوېټه کې رېل‌پټلۍ ته نږدې د چاودنې له امله لږ تر لږه څلور کسان ټپیان شوي، یوه مسافروړونکي اورګاډي او څو موټرو ته هم زیان اوښتی دی.

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی چې دا چاودنه نن د کوېټې ښار په «چمن‌پټک» سیمه کې شوې ده؛ پولیس وايي چې په دې پېښه کې څلور کسان ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، د «جعفر اکسپرېس» اورګاډي یوه برخه چې پېښور ته روان و، زیانمنه شوې او همدارنګه ۱۰ پارک شوي موټر هم تخریب شوي دي. چاودنې د نږدې ودانیو ښیښې هم ماتې کړې دي.

د پاکستان د اورګاډو چارواکو ویلي چې په کوېټه کې د جعفر اکسپرېس تګ راتګ په موقت ډول درول شوی دی.

د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزارت ویاند بابر یوسفزي ویلي چې له چاودنې وروسته ټول اړوند بنسټونه د تیارسۍ په حالت کې دي.

تر اوسه هیڅ ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی او په دې اړه څېړنې روانې دي.