Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په داسې حال کې چې د کندهار د کرنې ریاست سږ کال په دغه ولایت کې د شاتو د تولید ډېرېدو خبره کوي خو د شاتو مچیو یو شمېر فارملرونکي وايي چې تقلبي او بېکیفیته وارداتي شاتو یې د تولیداتو بازار زیانمن کړی او له حکومته غواړي چې د بازارموندنې برخه کې مرسته ورسره وکړي.
په کندهار ولایت کې امنیتي سرچينې وایي چې د دغه ولایت د ډنډ ولسوالۍ د پوهنې امر د وسلهوالو غلو له خوا وژل شوی دی.
د غزني ولايت په مربوطاتو کې د ۲۰۰ میلیون افغانیو په لګښت د کابل – کندهار عمومي سړک د دواړو غاړو (شولډر) جوړولو چارې پيل شوې.
د کندهار سیمهییز مسوولین وایي چې د کندهار ښار له بېلابېلو سیمو څخه راټول شوي ۶۵ ټنه بېکیفیته او تاریختېر خوراکي او غیرخوراکي توکي راټول او وسوځول شول.
د کندهار سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت د سپینبولدک ولسوالۍ په کونچي سیمه کې د ژورو څاهګانو یو کېندونکی په خپلې کیندل شوې څاه کې لوېدلی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د کندهار ښار په پنځلسمه ناحیه کې د یوې خونې چت لوېدو له امله دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د کندهار د روږدو درملنې په ۱۰۰ بستریز روغتون کې چې د اروپايي ټولنې په مالي مرسته فعال دی، پر نشهیي توکو څلوېښت روږدو کسانو د درملنې تر څنګ حرفوي زدهکړې هم ترلاسه کړې دي.
د اسلامي امارت مشر پرون کندهار کې په یوه څلور ورځني علمي کنفرانس کې ویلي، «کفارو» په افغانستان کې په نظامي جګړه کې ماتې خوړلې او اوس یې تبلیعاتي جګړه پیل کړې چې په وینا یې، ټول یې باید پر وړاندې سخته مبارزه وکړي.
د کندهار په خاکرېز او ژېړۍ ولسوالیو کې د یوه ملا امام په ګډون دوه کسان په دوو جلا پېښو کې وژل شوي دي.
تېره شپه د کندهار ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې یو ځوان د وسلهوالو کسانو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
د کندهار امنیتي مسوولین وايي، نن سهار د دغه ولایت د امنیې قومانداني له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیرت اړوند د زړو مهماتو په یوه کانټينر کې د چاودنې له امله څلور کسان ټپيان شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبيحالله مجاهد وايي، کندهار کې د کوچني اختر لمونځ د ا.ا د مشر په امامت سره ادا شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP