Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د کندوز امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې پخوانی مدیر د خپل ساتونکي له خوا وژل شوی دی.
کندوز (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۲): په کندوز ولایت کې د واده مراسمو یوه موټر چپه کېدو له امله یو کس مړ او ۴۳ نور ټپیان
د کندوز ورزشي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د انټرکلب ۲۵ اوریزې سیالۍ پیل شوې.
د کندوز د انتاني ناروغیو د درملنې روغتون مسوولین وایي، په تېرو اووه ورځو کې په دغه ولایت کې ۱۲ کسان پر کانګو ناروغۍ اخته شوي چې له دې ډلې دوو تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کندوز امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، د دغه ولایت علیاباد ولسوالۍ په سپینکمر سیمه کې په یوه ترافیکي پېښه یو کس مړ شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د کندوز ځايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د دوو قومو ترمنځ ۱۵ کلنه دښمني – چې د دواړو لورو څلور کسان پکې وژل شوي وو- د قومي مشرانو او دیني علماوو په منځګړیتوب ختمه شوه.
د کندوز روغتیایي مسوولین وایي، په تېره یوه میاشت کې پر انتاني ناروغیو د اخته کسانو شمېر ډېر شوی او پر دې ناروغیو اخته څه باندې ۵۰۰ کسان په انتاني روغتون کې بستر دي.
د کندوز ولایت د کلباد ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې په دغه ولسوالۍ کې دې پراختیایي پروژې پلې او د ژوند اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
د کندوز د اقتاش ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي روغتیایي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او وايي، ډېری وخت یې ناروغان روغتون له رسېدو مخکې ژوند له لاسه ورکوي.
د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ د لرو سیمو ځيني اوسېدونکي روغتیایي خدموتونو ته له نه لاسرسي شکایت لري او له مسوولینو غواړي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
د فاریاب او کندوز سیمهییز چارواکي د اختر په ورځو کې په دغو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله د ۱۸ کسانو د مرګژوبلې خبر ورکوي.
د کندوز د کانونو او صنایعو ریاست مسوولین وايي چې په بازار کې د خامو توکو نشتوالي، به بانکي سیستم کې د ستونزو او له بهره د توکو وارداتو له امله په دغه ولایت کې ۵۰ تولیدي فابریکې تړل شوې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن