په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما ویلي، چې د کابل ددشت برچي سیمې په چاودنه کې ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو پولیس ۲۰ تنه یادوي.
ملګرو ملتونو د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په افغانستان کې د وسلهوال تاوتریخوالي د کمښت له امله امنیتي وضعیت ښه شوی، خو د بشري حقونو وضعیت لا هم کړکېچن دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د یوناما دفتر مرستیال وایي، چې نړۍ له جګړې ستړې ده او نور نه غواړي د جنګسالارانو ملاتړ وکړي او یايې تمویل کړي.
د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوترېش د رامز الاکبروف پر ځای، ایندریکا راتواته د یوناما د مرستیال په توګه ګومارلی دی.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) پر کاج ښوونیز مرکز د برید په لومړي تلین کې ویلي چې په دې پېښې زیانمن شوي او د قربانیانو کورنۍ یوازې نه پرېږدو.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د یوناما له مشرې او د یو شمېر هېوادونو له استازو سره له افغانان سره پر تعامل او اقتصادي همکاریو خبرې کړې دي.
. . .
د یوناما سیاسي مسوول وایي، د اسلامي امارت او امریکا په ګډون د نړۍوالې ټولنې ترمنځ د اعتماد فضا ډېرېدو په موخه باید خبرې اترې دوام ومومي څو سالمو او مثبتو اړیکو ته زمینه برابره شي.
یوناما وایي، په افغانستان کې یې د تېر حکومت د پخوانیو چارواکو او وسلهوالو ځواکونو پر وړاندې د ا.ا له خوا د بشري حقونو د نقض نږدې ۸۰۰ موارد ثبت کړي، خو ا.ا دغه راپور بېبنسټه بولي.
یوناما په کابل کې د تېرې ورځې د ښځو لاریون ته په اشاره ويلي چې افغانان له تاوتریخوالي پرته د خپل نظر څرګندولو حق لري او درناوی يې بايد وشي.
د يوناما سياسي څانګې مشر وايي، د ملګرو ملتونو سرمنشي غواړي د ۲۰۲۳ کال له پای ته رسېدو مخکې د دوحې ناستې ته ورته غونډه جوړه او د ا.ا مشرانو ته به په کې د ګډون بلنه ورکړي.