اټلانټا (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۱): ملګرو ملتونو په کابل کې د روسیې پر سفارت شوی ځانمرګی برید غندلی او له افغان سرپرست حکومته یې غوښتي چې د ډیپلوماتانو امنیت خوندي کړي.
دغه ځانمرګی برید نن (د وږي ۱۴مه) له غرمې مخکې د کابل ښار اوومې حوزې اړوند د روسيې سفارت مخې ته وشو.
د کابل امنیه قومانداني وایي چې په دغه برید کې دوه د روسيې سفارت د دوو کارکوونکو په ګډون شپږ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) یاد برید غندلی او د پېښې قربانیانو کورنیو ته یې د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي دي.
https://twitter.com/UNAMAnews/status/1566733923962572800?s=20&t=HsYk7iLflNhkM_USW-aGqw
سرچینې زیاته کړې، وروستیو پېښو ته په کتو سره، د افغانستان سرپرست حکومت باید د خلکو، په ځانګړې توګه د ډیپلوماتانو د امنیت خونديتوب په موخه بېړني اقدامات وکړي.
بلخوا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي چې امنیتي ځواکونه به د ډیپلوماتانو امنیت ته ځانګړې پاملرنه کوي.
د کابل دغه برید د ګڼ شمېر نورو هېوادونو له خوا هم غندل شوی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.








