افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ګډوالو عالي کمېشنرۍ له نړۍوالې ټولنې غوښتي څو په دغه هېواد کې خپلې پانګونې کمې نهکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په سیمه کې له وروستیو نښتو او ترینګلتیاوو سره سره د افغانستان بهرنۍ سوداګري بې له کوم ځنډه منظمه روانه ده.
د راپورونو له مخې، یرکین توکوموف د افغانستان په چارو کې د قزاقستان د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی دی.
هندي رسنیو راپور ورکړی چې ښایي په ۲۰۲۶ مالي کال کې افغانستان ته د هند د کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي.
د افغانستان له ۲۰ کلونو کمعمره فوټبال ملي لوبډله نن د مرکزي آسیا د اتلولۍ سیالیو (کافا) په لړ کې خپله درېیمه لوبه د ترکمنستان له لوبډلې سره ترسره کوي.
یوناما وايي چې د افغانستان یو پر درېیمه برخه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري او څه باندې لس میلیونه کسان لا هم د اوبو له ناپاکو سرچینو استفاده کوي.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خوارځواکۍ مخنیوي لپاره د نړۍوال بېړني اقدام غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې د خوارځواکۍ پر وړاندې مبارزه په یوه مهم پړاو کې ده.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وایي چې د هېواد د پهلوانۍ ملي لوبډلې د «ګریګورمن» سبک د «تختي جام» نړۍوالو سیالیو کې درېیم مقام خپل کړی دی.
د افغانستان له ۲۰ کلونو کمعمره فوټبال ملي لوبډله به نن د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالیو )کافا) په لړ کې خپله دویمه لوبه د قرغیزستان له لوبډلې سره ترسره کړي.
د روسیې یوه چارواکي ویلي چې په افغانستان کې د داعش فعالیتونه پراخ شوي دي خو اسلامي امارت وایي چې د داعش فعالیتونه یې خنثی کړي او په دې اړه اندېښنې بېځایه دي.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۷ کال د اسیا ملتونو جام غوراوي سیالیو ته د لارموندنې لوبو په لړ کې نن د سوریې د فوټبال ملي لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي.
په کابل کې د اندونیزیا سفارت نوي شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په تعارفي لیدنه کې ویلي چې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د رغنده اړیکو جوړولو لپاره به کار وکړي.