Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
امریکایي میلیاردر، د تسلا شرکت او د اېکس ټولنیزې رسنۍ مالک ایلان ماسک د «امریکا» په نوم نوی سیاسي ګوند رامنځته کړ.
ډونالډ ټرمپ د یوه اجرایي فرمان په لاسلیکولو سره د سوریې پر وړاندې د متحده ایالتونو ډېری اقتصادي بندیزونه لغوه کړي دي.
رویټرز خبري اژانس د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله راپور ورکړی چې دغه هېواد به راتلونکې اونۍ له ایران سره اټومي مذاکرات پیل کړي خو ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي پر ایران د امریکا برید په سیمه کې یو «خطرناک بدلون» بللی او د امنیت له شورا یې غوښتي چې د جګړې درېدو لپاره بېړنی اقدام وکړي؛ روسیه پر دغه اقدام سخته نیوکه کړې او دا یې د ملګرو ملتونو د منشور نقض بللی خو امریکا ویلي چې دغه برید «د ایران د بېړني ګواښ پر وړاندې اړین ځواب» و.
د امریکا د پارلمان یوه غړي ویلي چې کانګرېس ټرمپ ته پر ایران د برید اجازه نه ده ورکړې او هممهاله ایران – په داسې حال کې چې پر اسرائیل یې تازه بریدونه کړي – د ملګرو ملتونو له امنیت شورا د بېړنۍ غونډې جوړولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، حق لري د امریکا د «تېري» پر وړاندې ودرېږي.
د م.م سرمنشي پر ایران د امریکا پر برید د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ د ترینګلتیاوو کمېدو غوښتنه کړې او د امریکا د کانګرېس ځینو غړو بیا د برید پرېکړه پر ځای خو ځینو د امریکا له اساسي قانون سره په ټکر کې بللې ده.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت پر ایران د اسرائیل برید غندلی او ویلي یې دي چې «اسرائیل د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو په ملاتړ، په منځني ختیځ کې د سولې پر وړاندې پر یوه سرطاني موجود» او د «نړۍوال امنیت د تخریب» پر عامل بدل شوی دی.
د راپورونو له مخې، د امریکا په مینیسوټا ایالت کې د پولیسو په یونیفورم کې یوه کس د ایالتي شورا یوه ډیموکراته غړې او د هغې خاوند په ډزو وژلي دي.
ټاکل شوې وه سبا د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي پروګرام په اړه د غیرمستقیمو خبرو اترو شپږم پړاو د عمان هېواد په کوربهتوب ترسره شي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی چې د مقابل لوري د وروستي اقداماتو له امله دغه مذاکرات بېمعنا شوي دي.
د امریکا د کالفورنیا ایالت په لاسانجلس ښار کې د غیرقانوني کډوالو پر ضد د پولیسو چاپو په غبرګون کې پیل شوي لاریونونه اوس د دې هېواد ځینو نورو ښارونو ته هم غځېدلې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ایران او امریکا ترمنځ د غیرمستقیمو خبرو اترو شپږم پړاو به راتلونکې اونۍ د یکشنبې په ورځ د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شي.
د ا.ا مشر شیخ هبتالله اخندزاده په خپله اختریزه وینا کې په افغانستان کې د اسلامي نظام پر ساتنه ټینګار کړی، د فلسطین له خلکو سره یې همدردي ښودلې او امریکا یې پر مسلمانانو د ظلم سرلښکره بللې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP