Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند: د مقابل لوري په وروستي اقدام سره مذاکرات بې‌معنا شول

کابل (پژواک، ۲۴ جوزا ۱۴۰۴): ټاکل شوې وه سبا د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي پروګرام په اړه د غیرمستقیمو خبرو اترو شپږم پړاو د عمان هېواد په کوربه‌توب ترسره شي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی چې د مقابل لوري د وروستي اقداماتو له امله دغه مذاکرات بې‌معنا شوي دي.

له دې مخکې، د ایران بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې له امریکا سره به یې د غیرمستقیمو مذاکراتو شپږم پړاو د یک‌شنبې په ورځ (سبا) د عمان په پلازمېنه مسقط ښار کې ترسره شي.

د یادو مذاکراتو پنځه مخکني پړاوونه هم د عمان په منځګړیتوب ترسره شوي وو چې درې پړاوه یې په مسقط او دوه نور د اېټالیا په روم ښار کې ترسره شوي دي.

د تسنیم اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې «صهیونیستي رژیم» په خپل جنایت د ایران له ټولو سرو کرښو تېر شو او داسې کار یې وکړ چې مذاکرات بې‌معنا شول.

نوموړي زیاته کړه، د ایران تمه دا ده څو ټول هغه هېوادونه چې اندېښمن دي، یاد جنایت وغندي.

د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو امنیت شورا څرګنده دنده لري او پر ایران د اسرائیل برید باید په جدي توګه وڅېړل شي او لازم اقدامات ترسره شي.

هغه څرګنده کړې: «نه شي کېدای هم‌مهاله د مذاکرې ادعا وکړئ او هم‌مهاله کار ووېشئ او اجازه ورکړئ د نسل‌وژنې رژیم د ایران ټوله خاوره په نښه کړي.»

بقايي څرګنده کړې: «د چا لپاره د تصور وړ نه‌ ده چې د اسرائیل رژیم د امریکا له اجازې پرته د داسې جنایت مرتکب شوی وي.»

اسرائیل د تېرې ورځې له سهاره د ایران پر څو مهمو ښارونو بریدونه کړي چې له امله یې اټومي او نظامي تاسیسات او دغه‌راز د دغه هېواد یو شمېر لوړپوړي نظامي چارواکي په نښه شوي دي.

یادو بریدونو ته په ځواب کې ایران هم د اسرائیل پر ځینو سیمو خپل بریدونه پيل کړي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.