کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۳): د امریکا د کالفورنیا ایالت په لاسانجلس ښار کې د غیرقانوني کډوالو پر ضد د پولیسو چاپو په غبرګون کې پیل شوي لاریونونه اوس د دې هېواد ځینو نورو ښارونو ته هم غځېدلې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پنځه ورځې وړاندې، امریکا ته د افغانستان په ګډون د ١٢ هېوادونو د وګړو په ورتګ بندیز ولګاوه او د اوو نورو هېوادونو د خلکو پر ورتګ یې محدودیتونه ولګول.
د راپورونو له مخې، پولیسو لاسانجلس کې د غیرقانوني کډوالو نیول پیل کړي او نن څلورمه ورځ ده چې هلته د پولیسو د دغو چاپو پر ضد احتجاجونه روان دي. پولیسو د ښار مرکزي برخه اوس د غونډو لپاره غیرقانوني سیمه بللې ده.
د بيبيسي د ننني راپور له مخې، اوس لسګونه زره کسان په تکساس، پنسلوانیا، ماساچوست، سانفرانسیسکو او نیویارک کې د لاسانجلس له لاریونکوونکو د ملاتړ په موخه سړکونو ته راوتلي دي.
سرچینه زیاتوي چې اعتراضونه په لاسانجلس کې له تاوتریخوالي سره مل دي، یو شمېر موټرو ته اور اچول شوی او د چور او تالان راپورونه هم ورکړل شوي دي. پولیسو د ښار مرکزي سیمه د غونډو لپاره غیرقانوني اعلان کړې ده.
سرچینه زیاتوي چې د دوشنبې په ورځ یوازې په سانفرانسیسکو کې سلګونه کسان نیول شوي هم دي.
ټرمپ خبرداری ورکړی چې که اړتیا شي د اعتراضونو د کابو کولو لپاره به د ملي ګارد تر څنګ د سمندري ځواکونو سرتېري هم واستوي.
د ټرمپ د فرمان پر اساس، تر دې دمه د ملي ګارد ۴۱۰۰ سرتېري په لاس انجلس کې ځای پر ځای شوي دي، سره له دې چې د کالفورنیا ایالت والي ګاوین نیوسام د دې اقدام مخالفت کړی او له فدرالي حکومت سره یې حقوقي لانجه پیل کړې ده.
د کالفورنیا دیموکرات والي ګوین نیوسام پر ټرمپ تور پورې کړی چې د ”توجه جلبولو” لپاره یې ”پاروونکی” اقدام کړی او په وینا یې کالفورنیا کې د عامه نظم په برخه کې ځواکونه لږ نه دي.
د لاسانجلس پولیسو مشر جیم مکډونل ویلي، د دوی اداره د کډوالۍ فدرالي قوانینو پلي کولو کې ګډون نه کوي.
دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې خلک د فدرالي ځواکونو د نیونو پر ضد سړکونو ته راووتل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP