منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۸ غ.و
۱۳°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

امریکا

۷۶۸ راپورونه

راپورونه

ظاهر قدیر له کینیا امریکا ته لېږدول شوی

امریکايي چارواکي وایي، د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی مرستیال عبدالظاهر قدیر په کینیا کې تر نیول کېدو وروسته امریکا ته لېږدول شوی، څو د «نشه‌یي توکو د قاچاق او له وسلو سره د تړلو جرمونو» په تور محاکمه شي.

امریکا او ایران نن بیا پر یو بل بریدونه کړي

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي چې په ایران کې یې پر څو موخو تازه بریدونه کړي او د ایران سپاه پاسداران هم خبر ورکړی چې په سیمه کې یې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي.

د امریکا او ایران له هوکړې د جي‌ډي ونس دفاع او اسرائیلي منتقدینو ته یې خبرداری

د راپورونو له مخې، د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس د واشنګټن او تهران ترمنځ له هوکړه‌ليکه دفاع کړې او د دې هوکړې اسرائیلي منتقدینو ته یې خبرداری ورکړی چې خپل تر ټولو مهم متحد دې له ځانه نه لرې کوي.

امریکا د ایران سمندري کلابندي عملاً پای ته ورسوله

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي چې د دغه هېواد ځواکونو د ولسمشر ټرمپ د حکم له مخې سر له نن ورځې د ایران بندرونو او ساحلي سیمو ته د ننوتونکو او وتونکو ټولو بېړيو پر وړاندې کلابندي پای ته رسولې ده.

د ایران او امریکا ترمنځ متقابل بریدونه؛ واشنګټن د عملیاتو د پای او تهران د ځوابي بریدونو خبر ورکړی

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) اعلان کړی چې په هرمز تنګي کې د دغه هېواد د یوې چورلکې د نسکورېدو په ځواب کې یې پر ایران بریدونه کړي؛ بلخوا، تهران ویلي چې په سیمه کې یې د امریکا پر ځینو پوځي اډو بریدونه ترسره کړي دي.

امریکا خلیجي هېوادونو ته د اوښتو زیانونو د جبران لپاره د ایران له شتمنیو د استفادې ارزونه کوي

د راپورونو له مخې، د امریکا حکومت هڅه کوي چې د اوښتو زیانونو د جبران، ترمیم او بیارغونې لپاره د ایران شمتمنۍ د فارس خلیج هېوادونو ته ولېږدوي. رویټرز د یوې باخبره سرچینې له قوله…

نور راپورونه