کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵): د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر دغه هېواد د امریکا وروستي بریدونه «پوځي تېری» بللی او ویلي یې دي چې دغه بریدونه د ملګرو ملتونو د منشور او د جګړې د پای ته رسېدو د هکړې ښکاره نقض دی.
د امریکا متحده ایالتونو او ایران نن سهار یو ځل بیا پر یو بل د تازه بریدونو خبر ورکړی دی.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي چې په ایران کې یې پر څو هدفونو تازه بریدونه کړي او د ایران سپاه پاسداران هم اعلان کړی چې د دغو بریدونو په ځواب کې یې په سیمه کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې امریکايي ځواکونو نن (چهارشنبه) سهار وختي د ملګرو ملتونو د منشور د دویمې مادې د څلورم بند په نقض سره د ایران په سوېلي سواحلو کې پر څو څارنیزو مرکزونو بریدونه کړي دي.
دغه وزارت زیاته کړې چې دغه بریدونه د جګړې د پای ته رئدو د هوکړې د لومړي بند ښکاره نقض هم بلل کېږي؛ هغه بند چې پکې د پوځي عملیاتو د درولو یادونه شوې ده.
په اعلامیه کې دغهراز ویل شوي چې پر ایران د بریدونو تکرار، د امریکا د خزانې وزارت وروستۍ پرېکړه چې د ایران د تېلو د پلور اجازه لغوه کړي، د هرمز تنګي په اړه د ایران د ترتیباتو «نقض» او همداراز د لبنان پر وړاندې د اسراییلو د بریدونو او اقداماتو دوام، د جګړې د پای ته رسېدو د هوکړې مهمې برخې بېاغېزې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د روانو ترینګلتیاوو زیاتېدو مسوولیت د امریکا پر غاړه دی.
دغه وزارت په پای کې د امریکا بریدونه او هغه څه چې «د امریکا پرلهپسې ژمنه ماتونه» یې بللې، په کلکو ټکو غندلي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او سرمنشي مسوولیت یې د سولې او امنیت په ساتلو کې یاد کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د دغه هېواد وسلهوال ځواکونه د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې له مخې، د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او امنیت د دفاع لپاره، د هر ډول تېري سرچینه او ځای په نښه کوي.