ژبه

د ایران او امریکا ترمنځ متقابل بریدونه؛ واشنګټن د عملیاتو د پای او تهران د ځوابي بریدونو خبر ورکړی

سهراب سروري

۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۰۹:۳۱

Views: ۹

کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵): د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) اعلان کړی چې په هرمز تنګي کې د دغه هېواد د یوې چورلکې د نسکورېدو په ځواب کې یې پر ایران بریدونه کړي؛ بلخوا، تهران ویلي چې په سیمه کې یې د امریکا پر ځینو پوځي اډو بریدونه ترسره کړي دي.

پرون د ایران دولتي خبري اژانس (صدا او سیما) په یوه راپور کې ویلي وو چې د امریکا یوه پوځي چورلکه په هرمز تنګي کې د ایراني ځواکونو له خوا راغورځول شوې ده.

وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم دا پېښه تایید کړه او په «ټروت سوشل» کې یې ولیکل: «څو شېبې مخکې زموږ ستر پوځ ماته خبر راکړ چې تېره شپه ایرانیانو زموږ له ډېرو پرمختللو اپاچي چورلکو څخه یوه د هرمز تنګي پر سر د ګزمې پر مهال نسکوره کړې ده.»

په همدې حال کې، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سينټکام) د افغانستان پر وخت د سهار یوه بجه او ۴۸ دقیقې پر اېکس په یوه پیغام کې ویلي چې په هرمز تنګي کې د خپلې چورلکې د غورځولو په ځواب کې یې پر ایران بریدونه ترسره کړي دي.

سينټکام زیاته کړې: «دغه ماموریت د ایران د بې‌دلیله تېري پر وړاندې متناسب ځواب دی.»

څو ساعته وروسته سینټکام پر اېکس یوه بل بیان کې وویل چې د اپاچي چورلکې د راغورځولو په غبرګون کې یې پر ایران بریدونه پای ته رسېدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ځواکونو د هوايي او سمندري ځواکونو د جنګي الوتکو له دقیقو وسلو په استفادې، هرمز تنګي ته نږدې د ایران د هوايي دفاع سیسټمونه، ځمکني کنټرول مرکزونه او د څارنې راداري مرکزونه په نښه کړل.»

امریکا ویلي چې «دغه عملیات په سیمه‌ییزو اوبو کې د امریکا پر ځواکونو او نړۍوالو سوداګریزو بېړیو د وروستیو بریدونو پر وړاندې متناسب ځواب و.»

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د قشم ټاپو د برید هدف ګرځېدلی او د هرمزګان ولایت په ځینو سیمو کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

ورته مهال، د صدا او سیما د راپور له مخې، د ایران د خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه اعلان کړی چې د ایران په سوېل کې د امریکا د پوځ د بریدونو په ځواب کې د سپاه پاسداران او پوځ له خوا په سیمه کې د امریکا ځینې پوځي اډې په نښه شوې دي.

یاد مرکز نه ده روښانه کړي چې د امریکا اډې په کومو هېوادونو کې په نښه شوې؛ خو تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې په بحرین، کویټ او اردن کې د امریکا پوځي اډې تر بریدونو لاندې راغلې دي.

هم‌مهاله، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د دغو بریدونو په غبرګون کې امریکا ته خبرداری ورکړی چې «که غواړي خوندي پاتې شي، سیمه دې پرېږدي.»

هغه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې امریکا، سره له دې چې د جګړې په ډګر کې له ماتې سره مخ شوې، بیا هم د ایران اراده ازمایي او ټینګار یې کړی چې د ایران وسله‌وال ځواکونه به هیڅ برید یا ګواښ بې‌ځوابه پرې نه ږدي.