Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د افغان ښځو او نجونو د تعلیم، مهارت، وړتیا، کاروبار او دا ډول نورو برخو لپاره د دریېو نویو پروګرامونو د پيل کولو خبر ورکړ.
د امریکا د دفاع وزارت وايي چې د هوايي ځواکونو یو سرتېری یې د غزې جګړې پر خلاف په واشنګټن کې د اسراییل د سفارت مخکې ځان ته اور اچولی او مړ شوی دی.
د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی وايي، د امریکا متحده ایالتونه باید د افغانستان د بیارغونې، په بهر کې د افغانستان د شتمنیو ازادولو او پر دغه هېواد د یو اړخیز بندیزونو د لغوه کولو خپل اصلي مسوولیت پر غاړه واخلي.
افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د افغان جګړې د اوږدېدو له وېرې ولسمشر بایډن د دوحې تړون وساته او له هېواده د ولسمشر غني وتل د سیاسي انتقال پر وړاندې خنډ رامنځته کړ.
د امریکا د کانګرېس د بهرنیو اړیکو کمیټې اعلان کړی چې د زلمي خلیلزاد په شتون کې د «بایډن د دولت له لوري د دوحې تړون نه پلی کېدو څرنګوالي» په اړه غونډه کوي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ به د یوه بل کال لپاره هم کنګل وي.
د امریکا د وسلهوالو ځواکونو مرکزي قوماندانۍ ویلي چې عراق کې یې د هوایي برید په پایله کې د ایران پلوه ډلې کتایب حزبالله قوماندان وژلی دی.
د امریکا متحده ایالتونو بهرنیو چارو وزارت په یوه ستراتیژیک سند کې راغلي چې دغه هېواد په افغانستان کې د کونسلي خدمتونو د پیل لپاره هڅې کوي خو د دغه وزارت یوه ویاند ویلي چې په لنډ وخت کې داسې کوم پلان نشته.
د چین د ولسمشر له خوا د اسلامي امارت د سفیر د اعتبارلیک له منلو وروسته، امریکا د دواړو هېوادونو د اړیکو د ماهیت روښانه کولو غوښتنه کړې، بېجینګ ویلي چې د اسلامي امارت د سفیر د اعتبارلیک منل یوه عادي ډيپلوماتیکه پروسه ده.
د چین د ولسمشر له لوري د اسلامي امارت د سفیر باورلیک له منلو وروسته د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې چین باید له اسلامي امارت سره د خپلو اړیکو څرنګوالی روښانه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې یو پلاوی یې په اسلام اباد کې له پاکستانیو چارواکو سره پر افغان کډوالو خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا د تګزاس ایالت په یوه هوټل کې د چاودنې له امله ۲۱ کسان ټپیان شوي او امریکايي چارواکو وايي، یاده پېښه ښايي د ګاز چاودنې له امله شوې وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP