منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۴۴ غ.و
۷°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

ایران

۷۲۹ راپورونه

راپورونه

غړي

ایران د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ترمنځ فوق‌العاده غونډې جوړولو ته چمتووالی وښود

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د پاکستان لومړي وزیر له ځانګړي استازی سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د سولې ټينګښت او د خلکو سوکالۍ لپاره خپل ټول ظرفیتونه کاروي.

غړي

افغانستان او ایران د هلمند اوبو په اړه په کابل کې مذاکرات وکړل

د افغانستان او ایراني پلاوو ترمنځ په کابل کې د کتنې په پای کې پرېکړه وشوه چې د هلمند سیند د اوبو تړون مطابق، د ایران د حق‌ابې د ورکړې د درېیو ځايونو د ټاکل کېدو عملي چارې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم ډېر ژر پیل شي.

غړي

سرچینه: د «کمال خان» بند یوه برخه اوبه د زرنج خلکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره خوشې شوې او لږه برخه یې ایران ته رسېدلې

په نیمروز ولایت کې یوه باوري سرچینه وایي، څه باندې لس ورځې کېږي چې د «کمال خان» بند یوه برخه اوبه د زرنج ښار اوسېدونکو د ستونزې هواري په موخه خوشې شوې چې د دغو اوبو لږه برخه یې پرون ایران ته رسېدلې ده.

غړي

تهران د هلمند اوبو کې حق غواړي، خو کابل وایي له هوکړې سره سم یې حق ورکړل شوی دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، که د هلمند سیند اوبو کې یې بشپړ حق ورنه کړل شي، نو له افغانستان سره به یې اړیکې زیانمنې شي، او کابل بیا وایي په دې اړه شویو هوکړو ته ژمن دی، خو وچکالي ده او چې سیند کې اوبه نه وي له کومه ځایه یې ورکړي.

نور راپورونه