کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۱): د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د پاکستان لومړي وزیر له ځانګړي استازی سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د سولې ټينګښت او د خلکو سوکالۍ لپاره خپل ټول ظرفیتونه کاروي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، د افغانستان لپاره د پاکستان لومړي وزیر ځانګړی استازی محمدصادق چې د افغانستان د وروستیو تحولاتو په اړه د خبرو او مشورو په موخه ایران ته راغلی، پرون یې د بهرنیو چارو له وزیر امیر عبداللهیان سره ولیدل.

امیرعبداللهیان په ایران کې د څه باندې څلورنیم میلیون افغانانو شتون ته په اشارې ویلي چې ایران په افغانستان کې د سولې ټینګښت او د دغه هېواد د خلکو سوکالۍ لپاره له خپلو ټولو ظرفیتونو څخه کار اخلي.

نوموړي د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته په اشارې - چې تېرکال په همدغو ورځو کې په تهران کې ترسره شوه - وویل، د تهران غونډې د مصوباتو او پرېکړهلیکونو له عملي کېدو څارنه کولای شي چې د افغانستان او سیمې د امنیت پر وړاندې ګواښونه له منځه یوسي او په دغه هېواد کې د پرمختګ، سولې او ثبات لپاره زمینه برابره کړي.

امیر عبداللهیان په دغه لیدنه کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د یوې فوقالعاده غونډې ترسراوې ته هم چمتووالی وښود.

په اعلامیه کې راغلي: «د افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي صادق خان هم په دغه لیدنه کې د افغانستان د روانو تحولاتو او شرایطو په اړه چې د داخلي عواملو او بهرنیو فشارونو له امله د افغانستان د خلکو د ژوند کچې را ټیټېدو او ناامنیو د زیاتوالي لامل شوي، د پاکستان د نظر بیانولو ترڅنګ یې د سیمې او افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه د ایران او پاکستان د رغنده رول پر اهمیت ټینګار وکړ.»

صادقخان وايي: «د افغانستان د تحولاتو له امله د بېځایه شوو د پراخ هجوم، د دغه هېواد د خلکو د ژوند کچې راټيټېدو، د ناامنیو زیاتوالي او د نشهیي توکو د قاچاق پراخېدو له اړخه دوه هېوادونه ایران او پاکستان تر ټولو ډېر اغېزمنېږي.»

هغه زیاته کړه، د ایران او پاکستان همکاري کولای شي چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې ترڅنګ، د سیمې او افغانستان پروړاندې له دغه وضعیته د زیږېدلو تخریبي اغېزو کچه په اساسي توګه راټيټه کړي.