بلخ کې د څلورو هېوادونو ګډ اقتصادي دهلېز پرانیستل شو
د افغانستان، ازبکستان، قرغیزستان او چين د ګډ اقتصادي دهلېز اړوند په سوداګريزو توکو بار لومړى اورګاډى بلخ ولايت ته راورسېد.
د افغانستان، ازبکستان، قرغیزستان او چين د ګډ اقتصادي دهلېز اړوند په سوداګريزو توکو بار لومړى اورګاډى بلخ ولايت ته راورسېد.
د بلخ امنیتي مسوولين وایي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې لس کسان د ميتانول الکول څښلو له امله مسموم شوي وو چې درې تنه يې مړه شوي دي.
د بلخ د مرکز مزارشریف یو شمېر درمل پلورنکي وایي، د درملو پر وارداتو د حکومتي محدويتونو او نامناسب بانکي سيسټم له امله د درملو بيې لوړې شوې دي.
په بلخ ولایت کې د افغانستان بانک نوې ودانۍ - چې درې کاله مخکې یې د جوړېدو چارې پیل شوې وې او ٣٧ ميليون افغانۍ لګښت پرې شوى - ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې یې یو کس پر یوه ۱۲ کلن ماشوم د جنسي تېري او ۷ تنه نور د جواري په تور نیولي دي.
د بلخ يو شمېر اوسېدونکي د دغه ولايت د حوزوي روغتون د نسايي او ولادي څانګې له خدمتونو خوښ نه دي او زیاتوي چې ناروغانو ته يې سمه پاملرنه نه کوي.
د بلخ امنيتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د عامه نظم لوا د پخواني قوماندان جنرال حسيبالله قريشي له کوره يې د وسلو يوه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده. د بلخ امنیې…
د بلخ په کوربهتوب د شمال زون په کچه د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ ترسره شوې او اتلولي يې د بلخ ولایت «شناوران» لوبډلې خپله کړه.
د بلخ امنیه قومانداني وايي، په تېر یوه کال کې دغه ولایت کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۵۸۳ کسان نیول شوي دي. د دغه ولایت امنيې قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري نن (د وږي…
په بلخ کې د سویډن کمېټې مسوولین وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د دوی د اورتوپيدي او معلولینو د درملنې مرکز ته ۹زره کسانو مراجعه کړې چې د تېرو کلونو په پرتله ډېروالی ښيي.
د بلخ امنیتي سرچینو ویلي چې په دغه ولایت کې يې د تقلبي کیمياوي سرې د تولید ۷ کارخونې تړلې او په دې تړاو يې ۹ کسان هم نیولي دي.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار اړوند د ۴مې امنیتي حوزې په سیمه کې د ماین چاودنې له امله ۴ کسان ټپیان شوي دي.
د استخباراتو عمومي رياست وايي، په بلخ ولایت کې یې د شاکرالله په نوم يو کس - چې د دوی په وینا د «خوارجو» غړی دی - نیولی دی.
د بلخ ولايت دولتاباد ولسوالۍ په دوو کليو کې په تېرو دوو اونيو کې ١٦ کورونه سوځېدلي دي.
د بلخ د کرنې ریاست مسوولین وایي، سږ کال په دغه ولايت کې څه باندې ۶زره ټنه انګور توليد شوي چې د تېر کال په پرتله ٢٤ سلنه ډېروالى ښيي.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د خبريالانو څلورلارې جوړولو چارې يو ځل بيا پيل شوې.
د بلخ ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي، بهر ته د پيازو د صادراتو له ډېرېدو سره د مخکې په پرتله بیه یې هم ۳۰ سلنه لوړه شوې ده.
د بلخ حوزوي روغتون مسوولین وایي، هره ورځ په منځني ډول پر رواني ناروغيو اخته شاوخوا سل کسان دوى ته مراجعه کوي چې د پخوا په پرتله دوه برابره ډېروالى ښيي.
د بلخ کوشاني لوبډلې د شمال زون فوټبال سياليو په پاىلوبه کې د فاریاب یاشلر لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره اتلولي خپله کړه.
په بلخ ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له مله ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بلخ امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو غلو ترمنځ په نښته کې درې «وسلهوال غله» وژل شوي دي.
د بلخ امنیتي مسوولین د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د شپږو کسانو د قتل، غلاوو او شرابو د تولید او پلور په تور د يوې لس کسیزې ډلې د نیولو خبر ورکوي.
په بلخ ولایت کې د پنبې او نباتي غوړیو د تولید دولتي فابریکې د بیارغونې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي او په نږدې راتلونکي کې به يو ځل بيا فعاليت پيل کړي.