تخار کې د رسنیو فعالان: د بنسټونو له نه ملاتړ او اقتصادي ستونزو سره مخ یو
په تخار ولایت کې د رسنیو یو شمېر فعالانو په یوه غونډه کې اقتصادي ستونزې، د رسنیو ملاتړو بنسټونو نه همکاري او اطلاعاتو ته نه لاسرسی د خبریالانو پر وړاندې اساسي ستونزې وبللې.
په تخار ولایت کې د رسنیو یو شمېر فعالانو په یوه غونډه کې اقتصادي ستونزې، د رسنیو ملاتړو بنسټونو نه همکاري او اطلاعاتو ته نه لاسرسی د خبریالانو پر وړاندې اساسي ستونزې وبللې.
د تخار کتابپلورونکي وایي، په دې وروستیو کې د کتابونو د پلور بازار کمرنګه شوی او دوی اړ دي چې خپل دوکانونه پر خوراکه فروشیو بدل کړي.
د تخار ځیني اوسېدونکي د معتادینو پر ډېرېدو اندېښنه ښيي او وايي، د ښاروالۍ چمن چې مخکې یو تفریحځای و، اوس د نشهیانو پر پناهځای بدل شوی دی.
د خبریالانو مرکز وايي، د تخارستان راډیو سرپرست ذبیحالله نوري د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی او شکنجه شوی دی، خو سرپرست حکومت د شکنجه کولو ادعا په ردولو سره وايي چې نوري په خپل کور کې د وسلې درلودو له امله نیول شوی و.
د تخار ولايت اوسېدونکی، ۷۰ کلن سپینږیری چې د وروستيو جګړو له امله يې د خپلې مېرمنې او ماشومانو په ګډون د کورنۍ ټول غړي له لاسه ورکړي وايي، له جګړې ستړی شوی او اوس يې يوازينۍ هيله دايمي سوله ده.
د روږدي کېدو دردوونکې پدیده، اقتصادي بیوزلي او مضمنه ناروغي لامل شوه چې تېره شپه ګلرحمن د تالقان ښار درېیمې امنتیي حوزې مربوطاتو کې ځان وژنه وکړي.
په تخار ولايت کې يو شمېر کورنۍ چې له ناوړه اقتصادي وضعيت سره مخ دي، ادعا کوي چې تراوسه یې په دغه ولايت کې مرستندويه بنسټونو څخه هېڅ ډول بشري مرسته نه ده ترلاسه کړې.…
د تخار ولایت یو شمېر مالداران د وروستیو وچکالیو له امله اندېښنه څرګندوي او وايي، د وښو له کمښت سره مخ دي چې له امله یې اړ دي خپل څاروي په ټیټه بیه وپلوري.
په تخار ولایت کې یو ۲۰ بستریز شخصي روغتون پرانیستل شو چې تر شپږو میاشتو پورې د ناروغانو وړیا درملنه کوي.
یو ۷۸ کلن سړی چې ظاهراً پر وجود یې د زړښت نښې له ورایه ښکاري، مټې یې د سختو کارونو توان نه لري، خو بیا هم هڅه کوي څو د خپلې اته کسیزې کورنۍ نفقه برابره کړي.
په تخار ولایت کې یو شمېر مچۍلرونکي او د شاتو تولیدوونکي وايي، د مناسب اقلیم شتوالی د دې لامل شوی چې په دغه ولايت کې توليد شوي شات، په یو داخلي نندارتون کې د يو…
د تخار د استیناف محکمې رییس وایي، په تېر یوه کال کې د شرعي حدودو د تطبیق په موخه، په دغه ولایت کې تر ۴۰ ډېر کسان په دُرو وهل شوي دي.
په تخار کې د چپنو ځيني تولیدوونکي وایي، که حکومت ترې ملاتړ وکړي، ګاونډیو هېوادونو ته د خپلو لاسي صنایعو په صادرولو سره به د کورنیو د اقتصاد ښه کېدو او هېواد کې د مثبت تغییر شاهدان اووسي.
د تخار ولایت د کوکچې پورې غاړې ولسوالیو زرګونه کورنۍ چې د څښاک له پاکو اوبو بېبرخې دي وايي، د ژوندي پاتې کېدو لپاره ډېری وخت د باران له راټولو شوو اوبو څخه استفاده کوي.
د تخار د رستاق ولسوالۍ یو شمېر قومي مشران وايي، د «شاهواقف» تاریخي ابده چې ۹۵۰ کاله لرغونتوب لري، د حکومت نه پاملرنې له امله د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی.
د تخار ولایت له کوکچې پورې غاړه ولسوالیو اړوند د ځینو لرو سیمو یو شمېر اوسېدونکي وايي، له تېرو شلو کلونو راهیسې له هر ډول مخابراتي خدماتو بېبرخي دي او له سرپرست حکومته غواړي چې د دوی دغې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
د ژمي له رارسېدو او د سېلابونو راوتلو سره هممهاله، د تخار د چاهاب ولسوالۍ اوسېدونکي د مواصلاتي لارې له نشتوالي شکايت کوي او وايي، هر کال په پسرلي او ژمي کې په ساعتونو په اوبو او خټو کې ایسار پاتې کېږي.
د تخار یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د سونتوکو د بیو له دوه برابره لوړوالي شکایت کوي او وايي چې د پېرلو توان یې نه لري.
د تخار د درقد ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د تګ راتګ پر مهال پر امو سیند د پله له نشتوالي شکایت کوي او وايي، د حکومت د نه پاملرنې له امله له څو کلونو راهیسې د دغه پله پر ځای له دودیزو کښتیو کار اخلي.
په تخار کې سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په چاهاب ولسوالۍ کې د سرو زرو یوه کان نړېدو له امله پنځو کان کیندونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د تخار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین د کوکچې پورې غاړې ولسوالیو کې، تاریخي ابداتو او لرغونو ساحو ته د یوه سفر په ترڅ کې وویل چې ډېری تاریخي ابدات او لرغونې ساحې د له منځه تلو په حال کې دي.
د تخار د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولين، په دغه ولایت کې پر درنو کارونو د بوختو ماشومانو شمېر تر ۱۵زرو ډېر ښيي او د دې ستونزې د هواري لپاره د يوې طرحې جوړولو…
په تخار کې د مېوهلرونکو نیالګیو د پالنې اتحادیې مسوولین وایي، ۲۰ ډوله مثمرو نیالګيو ته چې ریښې یې له بېلابېلو هېوادونو څخه پېرل شوې وې، پالنه ورکړل شوې چې د لږ ځای په نیولو سره ډېر حاصلات ترې ترلاسه کېږي.
د تخار حکومتي سرچینې د دغه ولایت په چاهآب ولسوالۍ کې د یوه ځوان له وژل کېدو خبر ورکوي.