منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۲ غ.و
۲۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

زده‌‌کړو

۸۲ راپورونه

راپورونه

غړي

کرزي نوي کال کې د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازو پرانیستو غوښتنه وکړه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نوي تعلیمي کال د پېلېدو په درشل کې یو ځل بیا له اسلامي امارته غوښتي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي څو هېواد پر ځان بسیا او د سیالانو سیال شي.

غړي

ستانکزي یو ځل بیا د ټولو پر مخ د زده‌کړو دروازو پر خلاصېدو ټینګار وکړ

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال یو ځل بیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، د یوه هېواد د اقتصاد او سیاست پر پښو درېدو او له نړۍ سره یې د سیال کېدو یوازېنۍ لار د ټولو پر مخ د زده‌کړو دروازو خلاصېدل دي.

غړي

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د زده‌کړو برخه کې ۲۵ میلیون یورو مرسته اعلان کړه

د ملګرو ملتونو له ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، اروپایي ټولنې له افغانستان سره ۲۵ میلیون یورو مرسته اعلان کړه څو په لومړنیو ښوونځیو کې ۲۰۰ زره زده‌کوونکو ته د زده‌کړو ښه چاپېریال برابر شي.

غړي

ندیم: د ټولو هېوادوالو لپاره په یو ډول د زده‌کړو زمینې برابرولو ته ژمن یو

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شیخ ندامحمد ندیم ټولو افغانانو ته د یو ډول زده‌کړو زمینې پر برابرولو د ټينګار ترڅنګ ویلي، کله چې لازم شرایط برابر شي، د فاریاب پوهنتون ته به د طب پوهنځی منظور شي.

غړي

خلف‌احمد الحبتور: له افغانستانه د زده‌کړو لپاره اماراتو ته د یوې ډلې نجونو د سفر مخه نیول شوې

د الحبتور ګروپ مشر خلف احمد الحبتور وایي، امنیتي کسانو د یو شمېر هغو افغان نجونو مخه نیولې چې د زده‌کړو لپاره متحده عربي اماراتو ته تلې خو ا.ا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

فراه کې د ابخرما سیمې د شاوخوا ۸۰۰ کورنیو ماشومان له کلونو راهیسې له زده‌کړو بې‌برخې دي

د فراه ولایت فراه‌رود ولسوالۍ ابخرما سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، په سیمه کې یې شاوخوا اته سوه کورنۍ ژوند کوي خو له کلونو راهیسې ښوونځی نه لري او ماشومان یې له زده کړو محروم پاتې دي.

غړي

توماس ویسټ: افغان نجونې خپلو وړتیاوو ته د رسېدو لپاره زده‌کړو ته د بشپړ لاسرسي حق لري

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی توماس ویسټ وایي، افغان ښځې او نجونې د افغانستان راتلونکي لپاره ستره شتمني ده او خپلو وړتیاوو ته د رسيدو لپاره یې زده‌کړو ته د بشپړ لاسرسي حق لري.

غړي

ندیم: له زده‌کړو پرته پرمختګ ناشونى دى

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزير وايي، د هېواد پرمختګ او خودکفا کېدل له زده‌کړو سره مستقيمه اړيکه لري او له دې پرته يې پرمختګ ناشونی دی. دغه څرګندونې د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندامحمد…

نور راپورونه